مېلر وایي، طالبانو د جګړې له امله د سولې پروسه ځنډنۍ کړې

خبریال وېبپاڼه/ په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر وایي، طالبانو د جګړې د دوام له امله د سولې پروسه ځنډنۍ کړې.

هغه ویلي دي، چې په دوحه کې د بین الافغاني خبرو له روان بهیر سره هممهاله روانه جګړه هیچاته د منلو وړ نه ده او زیان یې یوازې افغانان ویني.

مېلر یو ځل بیا له ښکېلو اړخونو غوښتي چې اوربند وکړي او د سولې د بریا لپاره دې جګړه ودروي او په خبره یې، د تاوتریخوالي کمول او اوربند د افغانانو د راتلونکې لپاره مهم دي.

 هغه ویلي بین الافغاني خبرې روانې دي او ټول اړخونه په دې باور دي چې باید دلته روانه جګړه د مذاکراتو په مرسته کړل شي؛ خو دا چې طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی دی دغه خبرې یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.

هغه بیا هم ټینګار کړی چې له افغان ځواکونو او افغان دفاعي او امنیتي بنسټونو به یې ملاتړ دوامداره وي او د اړتیا پر مهال به د جګړې ډګر ته د هغوی د دفاع لپاره هم وردانګي.

د سولې مبهمه کیسه

که څه هم امریکا پر ښکېلو اړخونو غږ کوي چې د سولې خبرو د بریا لپاره دې جګړه ودروي، مګر رښتیا دا دي چې کیسه ټول د بهرنیانو په لاس کې ده. نه د افغان حکومت پلاوی اختیار لري او نه طالبانو د پاکستان له مشورې پرته قدم اخیستی شي. تر ټولو ښه خبره خو به دا وه چې لومړۍ د سولې خبرې د افغانانو په مالکیت پیل شوې وای او دواړو اړخونو د پرېکړې واک درلودای.

موقت حکومت

طالبانو له یوې خوا د سولې خبرو سره هممهاله جګړه توده کړې او له بلې خوا یې د امریکا او پاکستان په لارښوونه غیر مستقیم د موقت حکومت ډنډوره جوړه کړې، چې دا د هیچا په ګټه نه ده.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum