The news is by your side.

ایکزماینر نشریه لیکي؛ افغان حکومت تر سختو فشارونو لاندې دی

خبریال وېبپاڼه/ واشنګټن ایکزماینر نشریه لیکي، چې د سولې خبرو سره هممهاله د طالبانو لخوا د جګړې دوام، د بهرنیو سرتېرو ایستلو او د سولې پڅې پروسې پر افغان حکومت فشارونه زیات کړي دي.

یاده نشریه په خپله تازه مقاله کې لیکي، چې په دې وروستیو کې د سولې خبرو د دویم پړاو له پیل سره سم طالبانو ډله ییزو بریدونو او هدفي وژنو ته شدت ورکړی او له امله یې افغان حکوت تر سختو فشارونو لاندې دی.

نشریه زیاتوي، چې د افغانانو هیله دا ده چې د خبرو له لارې روانه اوږده جګړه نور پای ته ورسېږي، خو اوسنی وضعیت د تمې خلاف دی او طالبانو خپلو بریدونو ته لا هم دوام ورکړی دی.

سرچینې ټینګار کړی، چې نور باید د خبرو له لارې د سولې پروسه چټکه شي، تر څو روانه اوږده جګړه چې هره ورځ د لسګونه افغانانو د وینو په قیمت ترسره کېږي، ختمه شي.

موقت حکومت

که څه هم ایکزماینر نشریه د سولې خبرو سره هممهاله د طالبانو لخوا د جګړې دوام، د بهرنیو سرتېرو ایستلو او د سولې پڅه پروسه پر افغان حکومت د فشارونو لامل بولي، خو د پاکستان او امریکا په اشاره د یو شمېر سیاسیونو او طالبانو لخوا په غیرمستقیم ډول د موقت حکومت ډنډورې هم پر حکومت فشارونه زیات کړي او د څوکۍ د لاسه ورکولو وېرې لار ترې ورکه کړې ده.

څه باید وشي؟

د دغه مبهم وضعیت د ښه والي لپاره پکار دا ده چې د سولې خبرو پر وړاندې شته خنډونه ټول له منځه یوړل شي او اوربند ته لار هواره شي او دا کار په دې توګه شونی دی، چې مذاکراتي پلاویو ته واک ورکړل شي، چې تصمیم ونیسي او موثرې پرېکړې وکړي، که شونې وي، د افغان لوري مذاکراتي پلاویو غړیو کې دې تغییر او تبدیل هم راوستل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.