The news is by your side.

د ضعيفو عضلاتو د غښتلي کولو لپاره ۶ ساده حل لارې

خبريال وېبپاڼه/ د عضلاتو کمزوري د وخت په تېرېدو سره د ګڼو ستونزو سبب کېږي، د عضلاتو ضعيف والی د بدن د عضلاتو ترمنځ کاري تعادل له منځه وړي او د انسان د فزيکي کار وړتيا له جدي ستونزو سره مخ کوي.

که د عضلاتو د ضعيف والي څخه کړېږی نو په دې ليکنه کې ځینې ګټورې سپارښتنې کېږي چې په عملي کولو سره به یې ستاسې د عضلاتو په قوت او حالت کې د پام وړ مثبت بدلون راشي.

د عضلاتو د قوي کېدو لپاره د کلسیم اړتيا اړينه ده، په بدن کې د‌ کلسیم د کارېدنې لپاره ويټامين ډي ډېر زیات اړين دي، هغه کسان چې عضلات ېې ضعيف وي کولی شي چې د ورځې لس پينځلس دقيقې ځان لمر ته واچوي، ددې ترڅنګ کولی شي د مالټو، ماهي غوښې او پنېر څخه ګټه واخلي.

که د عضلاتو قوي کېدل غواړی نو د کېلو خوراک مه هېروئ، هره ورځ يو څو دانې کېلې خوړل ستاسې د بدن د پوتاشيم اړتيا پوره کوي، پوتاشیم د بدن د عضلاتو د سم کار کولو ډېر زيات مهم دی، د ورځې درۍ دانې کېلې خوړل کفايت کوي.

د عضلاتو د غښتلي کېدو لپاره د شيدو څښل ترټولو ګټور کار دی، شيدې نه يوازې د ويټامين بي ترټولو بډايه سرچينه ده په عيني وخت کې د کلسیم غني سرچینه هم ده، کلسیم د هډوکو د ودې لپاره ډېر زيات مهم دی، هره ورځ يو که مو کولی شول دوه ګیلاسه شيدې وڅښئ.

په بدن کې د اوبو کم والي د عضلاتو د ضعيف کېدو ترټولو لوی سبب دی، کولی شی د ورځې اته يا لس ګېلاسه اوبه وڅښئ، که د پښتورګو ستونزه لری نو مخکې له دې چې زياتې اوبه وڅښئ نو د ډاکټر سره مشوره وکړئ.

فزیکي کار وکړئ، د عضلاتو د غښتلو لپاره ترټولو اړين کار فزيکي کار کول او هم تمرين کول دي که يو کس هرڅومره ښه تغذيه سي نو که حرکت ونه وکړي او تل په يو ځاي ناست وي نو د عضلاتو ستونزې به يې ورځ تر بلې زياتېږي.

کله چې وږي شوی ډوډۍ وخورئ، تر هغه څه مه خورئ چې وږي شوی نه ياست، د ډوډئ خوړلو وروسته مو په معده کې يو څه ځاي خالي پرېږدئ، د يوې ډوډئ او بلې ډوډۍ ترمنځ په کمه اندازه وچه مېوه خوړلی شی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance