The news is by your side.

يو چاپانی بدون له هېڅ کار د ورځې ۳۰۰ ډالر ګټي، خو څه ډول؟

يو چاپانی بدون له هېڅ کار د ورځې ۳۰۰ ډالر ګټي، خو څه ډول؟

خبريال وېبپاڼه/ کله مو هم فکر کړی دی چې بدون له هېڅ کار څخه به د ورځې دوه درۍ سوه ډالر ګټئ؟ دا فکر ګران ښکاري خو کورونا ويروس دا کار اوس په جاپان کې ممکن کړی دی.

په جاپان کې ډېری خلک چې اوس د کورونا ويروس د کرنټین او نور پابنديو څخه سخت تنګ دي، يا هېڅ د کرنټین او کورونا ويروس خبره هم چې ترې لرې شي په دې هېواد کې د انسانانو ترمنځ خبرې کول د يو بل سره کيسه کول بېخي کم شوي او حتی ويل‌ شو ورک شوي دي.

د جاپان خلک بدون د کومې جدي اړتيا په اسانۍ سره د يو بل سره اړيکې نه ټینګوي، ډېری يې هېڅ واده نکوي او د خپلې ملګرې نجلۍ سره همداسې په يوه کور کې ژوند کوي، ځينې يې بيا همداسې يوازې شپې ورځې تیروي.

په ګپ شپ د ورځې درۍ سوه ډالر ګټل

اوس چې د جاپان د خلکو په ټولنيزو حالت يو څه پوه شو راځو په دې هېواد کې د يوه کس جالبې کيسې ته.

په دې هېواد کې د Shoji Morimoto په نامه يو کس د جاپان د خلکو د زړه په تنګۍ د لرې کولو لپاره يو جالب کار کړی دی، موريموتو په نامه کس هره ورځ څو کسانو ته ځان په کرايه ورکوي.

دی د هغه کسانو سره چکر وهي يا يې هم کورته ورځي او هلته ورسره ګپ شپ کوي مې زړه يې په تنګ وي او‌ یوازې وي، دی تقريباً د هره يو څخه سل ډالر اخلي او د ورځې د دوو يا دريو کسانو سره ګپ شپ کوي.

موريموتو وايي چې دی له دې کسانو سره صرف کېني، هغوی ورباندې چای او ډوډۍ خوري، ورسره خبرې کوي د هغوی خبرو او کيسې ته غوږ ونيسي او وروسته له دوی څخه خپلې پيسې اخلي.

نوموړی هیڅ کوم کار نکوي، صرف د هغه کس چې دي یې کرايه کړی دی خبرو ته غوږ نيسي، ورسره چاي او ډوډۍ خوري او دواړه ګپ شپ لګوي، دی صرف خپل موجودیت او شتون په کرایه ورکوي.

موريموتو اوس په ټولنيزو رسنيو کې هم زیات شهرت ترلاسه کړی دی، دی اوس په ټويټر کې ۲۶۹ زره تعقيب کوونکي هم لري.

هغه کسانو چې له ده سره يې ليدلي دي او دده سره يې ګپ شپ کړي دی، دی يې په کرايه کړی دی، په ټولنيزو رسنيو کې دده په هکله مثبت نظرونه خپاره کړي دي او دی یې يو زړه راښکونکی انسان بللی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.