د شهوت سرچينه څه ډول کنټرول کولای شو؟ بنسټيزه حل لار

خبريال وېبپاڼه/ شهوت هم لکه د انسان د نورو حواسو په شان يو حس او خوی ده، دا د انسان هغه حس ده چې انسان د بل هرڅه په نسبت ډېره علاقه ورسره لري او په وړاندې یې ډېر ضعيف دی.

شهوت هم د بل هرڅه په شان د لرې ښکلی‌ دی خو د نېږدې هېڅکله دومره ښکلی نه دی څومره چې د لرې څخه دی، دا داسې دی لکه يو سړی چې د کابل ډېر ښکلي انځورونه وويني خو کله چې کابل ته راشي د سپېرو خاور، مردارو کوڅو سره مخ شي.

دا پدې مانا نه ده چې موږ شهوت بد ياد کړو، د انسان يو حس دی او تسکین ته اړتيا لري، خو د ژوند ټول ښه او بد پدې موخه پورې تړل بیا ددې حوس بنده کېدل دي.

د شهوت کنټرول کول

د شهوت څخه ځان خلاصول نه دي پکار خو ځان ورباندې حاکم کول پکار دي، د شهوت د کنترول لپاره ياد د شهوت په سرچینه باندې پوه شو، شهوت له کوم ځای څخه پيلېږي، کله چې په دې خبره پوه شو او دا سرچينه مو کنټرول کړه نو بايد په شهوت حاکم کېدی شو.

شهوت ډېر کله د هغه شيانو سره د فکري او بېلابېلو حواسو د تماس څخه پيدا کېږي چې د انسان هورموني قوه په حرکت کې راولي.

تر هغه چې انسان د شهوت په هکله فکر ونکړي، تر هغه چې يو انځور يا ويډيو ونه ګوري، يو خيال ونه پالي نو د انسان د شهوت بيدار کېدل ممکن نه دي.

په لومړي سر کې يو کس يو فکر پيدا کوي يا فکر ورځي ذهن ته چې يا يوه نجلۍ يا ښځه په خپل هم کې راولي، يا يو خپله يو انځور يا يو فلم ګوري او ذهن يې نور شهوتي خيال پالي او پسې لويوي.

کله چې انسان هېڅ ډول داسې کوم څه ونه ګوري چې دده شهوت بيدار کړي، يا داسې څه وانه وري نو د شهوت بيدار کېدل ګران دي، ددې لپاره پکار ده هغه کس چې غواړي خپل شهوت کنټرول کړي، هېڅ ډول داسې څه وانه وري او ونه ګوري چې دده شهوت وپاروي.

ځینې وخت چې انسان يوازې شي نو پخپله یې ناڅاپه فکر ذهن ته ورځي، يو شهوتي فکر د يوې مېرمنې په هکله، يو ذهني مېرمن جوړوي، په دې سره که دا کس دا چورت ته دوام ورکړي دا چورت ته یې بدون غبرګون ښيي او حس رامنځته کېږي دده بدن اوس د ج+ سي اړیکې تقاضا کوي.

خو که په لومړي سر کې يو کس بې کاره نه وي مشغول وي نو دا ډول فکر نه ورځي، په دوهم قدم کې که يو کس ته دا ډول فکر ورغی بايد سمدلاسه پوه شي چې ددې فکر دوام دی د خپل شهوت تر کنټرول لاندې راولي او پايله يې ښه نده، نو په همدې پيل کې بايد هغه فکر‌ رد کړي د خپل ذهن خونو ته یې پرېنږدي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More