The news is by your side.

پوهېږئ دې مېرمنې څومره ودونه کړي؟

خبريال وېبپاڼه/ د واده په هکله په نړۍ کې بېلابېل ريکارډونه موجود دي، ځینې کسانو په ډېر کوچني سن يا عمر کې واده کړی ځينو بيا د خپل ژوند په وروستيو کلونو کې واده کړی دی، چا تراوسه خپل ټول عمر د یو خاوند سره تېر کړی دی او چا څو دانې خاوندان تر لاس تېر کړي دي.

ځینو کسانو بيا داسې کړي چې په يوه وخت کې يې د ډېرو زياتو مېرمنو سره واده کړی دی، په دې کسانو کې بيا بعضې یې دومره چالاک و چې ډیرې مېرمنې يې دزيات وخت لپاره نه پوهېدې چې خاوند یې پورې ښځې هم لري.

په دې ليکنه کې د واده په هکله د جالبو ريکارډونو مالومات درکوو.

•-ترټولو زيات واده کوونکې مېرمن، مېرمن Linda Essex يو له هغه کسانو څخه ده چې تراوسه یې د ډېرو زياتو کسانو سره واده کړی دی، مېرمن ليندا په وروستي د خپل نوي مېړه څخه صرف يوه مياشت وروسته طلاق واخيست او د مجردۍ نړۍ ته بېرته ستنه شوه، دې پخپل ټول عمر کې د ۲۲ نارينه و سره ودونه کړي او ټولو څخه یې طلاق اخیستی دی.

•-ترټولو زيات واده کوونکی نارينه، ترټولو د زياتو ښځو سره د واده ريکارډ د یوه عيسوي راهب سره دی، د Wolfe په نامه يوه راهب له ۲۷ ښځو سره واده کړی دی، البته دا په يو ځل نه دي شوي، يوه یې طلاق کړې او د بلې سره یې واده کړی، نوموړی ټول ۴۱ اولادونه لري.

•-په غيرې قانوني ډول ترټولو زيات واده کوونکی نارينه، په نړۍ کې په غيرې قانوني ډول ترټولو زيات ودونه Fred Jipp کړي دي، دا دده اصلي‌ نوم دی، خو په دې نامه مشهور دی او په دې‌نامه پېژندل کېژي، نوموړي د امريکا په ۲۷ آيالتونو او د نړۍ په ۱۴ هېوادونو کې د ۱۰۴ ښځو سره واده کړی دی، ويل کېږي نوموړی يو ځل په يوه کښتۍ کې د خپلو څلورو ښځو سره و خو په همدې‌ کښتۍ کې يوه مېرمن هم‌ نه پوهېده چې په کښتۍ کې یې اوس د خاوند بله ښځه هم شتون لري.

•-د یو بل سره ترټولو زيات واده کوونکې جوړه، په نړۍ کې دا ریکارډ بيا د Ralph-Patsy، Martin Richard سره دی، دوی پخپلو کې ۵۱ ځله د يو بل سره واده کړی دی، بېل شوي او بيا يې واده کړی دی.

•-ترټولو کوچني عمر کې واده، په نړۍ کې د ترټولو کم کسانو د واده ريکارډ د بنګله دېشيانو سره دی، په دې هېواد کې په تاریخ ليدل شوی ترټولو په کم عمر کې ددوه کسانو واده شوی دی.

پېښه داسې شوې ده چې په بنګله دېش کې ددوه کورنیو دښمني چې له ډېرو اوږدو کلونو راهیسې یې ددواړو لوریو څخه د ګڼو کسانو ژوند اخیستی و د همدې واده په کولو سره پای ته رسېدلې، دوی د دښمن د ۳ میاشتیني لور سره د خپل ۱۱ میاشتیني زوی واده کړی دی او دا دښمني يې په دې ډول پای ته رسولې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.