د بریا لپاره د نړۍ د تر ټولو شتمن کس لارښوونې
خبریال وېبپاڼه/ څو ورځې مخکې د ایلن ماسک شتمنۍ تر ۱۸۵ میلیونه ډالر لوړه شوه، خو په دې اړه لا هم ګڼې پوښتنې موجودې دي چې نوموړی ولې د نړۍ تر ټولو شتمن کس شو او د بري اصلي راز یې په څه کې دی؟
یوازې پیسې ګټل مهم نه دي
ایلن ماسک د پیسو ګټلو شوق لري، خو وايي چې دا هر څه باید اخلاقي او په سم ډول وي، ځکه په خبره یې شتمني د هغه د پرمختګ روحیه لوړه نه کړه. هغه وايي، ډېرې پیسې به یې د مریخ پر مرکز ودانولو ولګېږي او حیران به نه شي که ټوله شتمني یې ولګېږي.
په اصل کې نوموړی د بېل ګېټس په څېر فکر کوي چې وايي، که د مرګ په وخت یې میلیاردونه ډالر بانک کې و، نو دا به یې د ناکامي مانا په دې ولري چې پیسې یې ښې نه شوې کارولی.
خپلې هیلې تعقیب کړئ
ماسک هیله لرله چې له ځمکې بهر پرمختګ وشي او مریخ ته تګ وشي او سپوږمۍ کې اډه وي چې مدار ته پرلپسې الوتنې پیل شي؛ خو چې داسې ونه شول، نو پر مریخ د باغ لګولو نظریه یې وړاندې کړه چې دې سرې سیارې ته کوچنی ګرین هاوس واستوي. دې نظریې د تشیال په هکله خلک بیا هیښ کړل او امریکا یې وهڅوله چې د ناڅا بودیجه زیاته کړي.
هغه چې کله له ځمکې لرې فکر درلود، پوهېده چې مشکل د هیلې کمی نه بلکې د لارښوونې او وسیلو نشتوالی دی، ځکه تشیالي ټیکنالوجي له حد ډېره ګرانه ده.
له لوړو خیالونو مه وېرېږئ
د ایلن ماسک د کاروبار په هکله د پام وړ ټکی دا دی چې څومره زړور دی. هغه د ګاډو صنعت کې انقلاب راوستل، مریخ کې ابادي او استوګنه، تشیالي تونلونو کې چټک اورګاډی، انساني مغز کې مصعنوي هوش ځایول او برېښنايي او بېټرۍ صنعت پورته کولو کې انقلاب راوستل غواړي. دی وايي، سوېلی افریقا کې ماشومتوب پرمهال کتابونو او فلمونو پرې ځانګړی اغېز کړی دی.
شاتګ مه کوئ
د ماسک دریم کاروباري عادت دا دی چې شاتګ نه کوي او وايي چې په ډېری کمپنیو کې د هوډ کمی او سستي وي.
دی زیاتوي که زړور یې او ریښتونکی پرمختګ غواړې، خو کار دې نتیجه ور نه کړي، نو ښايي له ندې لرې شې، همدا وجه ده چې ډېرې کمپنۍ د نویو پلانونو پر ځای خپلو اوسنیو تولیداتو کې پر کوچنیو پرمختګونو چورلي؛ ځکه نوموړي پر هغه څه د کار سپارښت کوي چې په ریښتیا مهم وي.
خطر په ځان ومنئ
دا ښکاره ده چې کاروبار کې د پرمختګ یا بهترۍ لپاره هر څوک تاوان ته تیار وي، خو اېلن ماسک تر نورو ډېر دا خطر مني او انګېرلې یې ده، چې ګټه په تاوان کېږي.
انتقاد کوونکي ته غوږ مه نیسئ
ماسک ټینګار کوي، چې د هیچا نیوکو ته غوږ مه نیسئ، ځکه نیوکه کوونکی د دې پر ځای چې تاسو وهڅوي، په مستقیم ډول مو تهدیدوي او نیوکه یې ستاسې پر روحیه منفي اغېزه کوي، که څه هم هغه ستونزه به په تاسو کې موجوده وي.
ازاد خیاله اوسئ
سوچ وکړئ څومره ازادخیال دی. ماسک په دې فکر نه کوي چې د ډېرې پانګونې بدل کې د څه نه ترلاسه کولو په دلیل یې خلک ساده یا کم عقل وبولي، بلکې د خپلو مهمو نظریو څارل ورته مهم دي. دې سره پرېکړه کول ډېر اسانېږي، ځکه هغه یوازې پر دې تمرکز لري چې فکر کوي او دا ډېر مهم دي.
له ژونده خوند واخلئ
ماسک د پیسو ګتلو پر ځای پر دې فکر کوي چې ستونزه حل کړي. تاسو هم همدا دا لارښود وڅارئ او د بخت بدلېدو سره به ناشونې کچه شتمن او مشهور شئ، بیا ورو ورو له خپل خوندي ځای راوتلی شئ او له ژوند خوند اخیستلای شئ.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.