The news is by your side.

رخصت پوهنتونونو او لیلیو کې د ولسمشر لکچر څه معنا؟

خبريال وېبپاڼه/ څو ورځې وړاندې  ولسمشر اشرف غني د کابل پوهنتون ته ولاړ او هلته یې د سولې په هکله يو لکچر ورکړ، ولسمشر غني په داسې حال کې د کابل په پوهنتون کې د سولې لکچر ورکوي چې پوهنتون رخصت دی او محصلین خپلو کورونو ته تللي دي.

په داسې حال کې چې د کابل په پوهنتون کې محصلين اوس شتون نلري او پوهنتون رخصت دی د ولسمشر غني سفر دې پوهنتون ته ځينې پوښتنې راپيدا کړې دي.

بدون له محصلينو د کابل پوهنتون ته تلل او هلته د سولې لکچر ورکول چې بنسټيزه موضوع یې په حقيقت کې دا وه چې ولسمشر غني اظهار وکړ چې دی موقت حکومت نه مني او چوکۍ به صرف هغه کس ته پرېږدي چې د ټاکنو له لارې راشي.

ايا دا لکچر يا وينا بل ځای نشوی کېدی؟

ولسمشر غني کولی شوی دا وينا او د موقت حکومت نه منل په يو بل ځای کې وکړي، په کابل کې نور ډېر سالونونه او د غونډو او کنفرانسونو خونې شتون لري، په داسې حال کې چې محصلین هم په پوهنتون کې نه و بيا د کابل پوهنتون ته تګ او هلته دداسې يوې موضوع په هکله خبرې څه مانا لري؟

د کابل پوهنتون تېر ځل هم د یوه مشکوک برید ښکار شو، داسې بريد چې ګڼ شمېر محصلین یې له منځه یوړل، پوهنتون یې په وينو ولاړه او ډېرې کورنۍ يې د وير په ټغر کېنولې، دا برید په وروستۍ کچه مشکوک و.

اوس چې ولسمشر غني بيا ځي دې پوهنتون ته او هلته بدون له محصلينو خپلو کسانو ته لکچر ورکوي نو دا شکونه زیاتېږي چې ولسمشر غني دې له پوهنتون څخه سياسي استفاده کوي.

خلک او د حالاتو شننوکي د ولسمشر غني دې تګ بدون له دې چې سياسي استفاده وايي بل هېڅ تفسير نلري، په افغانستان کې چې جګړې ډېری ارزښتونه له منځه وړي محدود اکاډميک چاپيريال هم په سياسي بازيو ککړول ددې هېواد د خلکو په خير نه دي.

د واک ناروغان دې د پوهنتون په ځای روغتون ته ولاړ شي

هغه کسان چې د خپلې چوکۍ لپاره، د خپل مقام لپاره اوس د جنون حد ته رسېدلي دي، بل هېڅ ارزښت نه پېژني، تيار دي د خپلې چوکۍ د ساتلو لپاره هر څه کار ته لاس واچوي، په هرڅه معامله وکړي بايد د پوهنتون په ځای روغتون ته ولاړ شي.

اکاډميک چاپيريال دې اکاډميک پاتې شي

پکار ده حکومت او يا هم بل هر بنسټ د اکاډميکو بنسټونو او مرکزونو خيال وساتي له دوی څخه دې د خپلو ذاتي او شخصي مسلو او ګټو لپاره کار نه اخلي.

خلک او د افغانستان ګټې دا غواړي او دا ايجابوي چې اکاډميک بنسټونه د سياست څخه لرې وساتل شي، که حکومت د کابل له پوهنتون سره ډېره مينه لري نو محصلينو ته یې دې برق ورکړي، امنیت یې دې خوندي کړي، د پوهنتون محصلين په ۲۱ پېړۍ کې د شپې په ژمي کې په کور کې برق نلري نه په انلاين درس کې کډون کولی شي نه کتاب لوستی شي.

دا پوهنتونونه دي چې د ګوتو په شمار دومره کسان یې راجوړ کړل چې نن په نړيوالو رسنيو کې په نړیوال سټېج کې ددې هېواد دفاع کوي د منطق او علم په ژبه د دښمنانو ځواب وايي د افغانستان د دوستانو سره اړيکې جوړوي.

دا پوهنتونونه زموږ د هېواد د راتلونکې د نجات یوازیني بنسټونه دي، نه بايد دا پوهنتونونه او اکاډميک بنسټونه د خپلو‌ر فردي ګټو لپاره وکارول شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.