The news is by your side.

پاکستان کې افغان طالبانو د جمهوریت پرضد جهاد اعلان کړ

خبریال وېبپاڼه – وروسته له هغه چې له قطر نه پاکستان ته د طالبانو لوړرتبه پلاوي سفر وکړ؛‌د طالبانو استخباراتو په یوه خوله پر ټولو وسله والو طالبانو غږ وکړ چې په افغانستان کې د جمهوریت (ولسواکي) پر ضد جهاد ته دوام ورکړي‌او د دولسواکي څلی ونړوي.

د طالبانو استخباراتي ‌چارواکي وايي چې په افغانستان کې باید اساسي‌ قانون او اوسنی جمهوریت ړنګ او پرځای یې د طالبانو( اسلامي امارت) جوړ شي.

طالب مشران اوس د بل هر وخت په انډول په پراخ او آزاده توګه د پآکستان په جمهوري‌نظام کې د افغانستان د جمهوري نظام د ړنګولو هڅه؛ تبلیغ او جلسې کوي. ‌

طالبانو د جنوبي پښتونخوا په سر ښار او شا وخوا ضلعو کې غونډې ګړندۍ کړې دي او هم دا راز د غونډو دا سلسله تر کراچي؛ خیبر پښتونخوا او ډیره اسماعیل خان پوري رسېدلې ده.‌

د طالبانو د مرکزي استخباراتو یو لوړرتبه چارواکی قاري عبدلغفور په خپله وروستۍ وینا چې د بلوچستان سرښار کوټې ته څېرمه یې کوله وسله وال طالبان وهڅول چې جګړه لا

نوره شدیده کړي.

په پاکستان کې ورته غونډې د پاکستاني‌استخباراتو آی ایس آی تر سیوري‌لاندي کېږي‌او د پاکستان د استخباراتي‌چارواکو سره سره په ژبه تیز طالبان د جلب او جزب لپاره ګړندي‌روان دي.

د طالبانو د جلب او جزب مشرتابه ته د امیرخان متقي‌له ورتګ سره هم مهاله نوموړي په قطر کې د خپل یوه بل ملګري‌ ملا کبیر نه هم د جلب او جزب په برخه کې مرسته وغوښته او اوس ددوی سره سره د طالبانو ګڼ مشران په دې بوخت دي چې طالب وسله وال پّ افغانستان کې جګړې ته وهڅوي.

په افغانستان کې د چارو شنونکي ‌وايي چې افغان حکومت دې له دښمن هیواد پاکستان نه نړۍ والې ټولنې ته شکایت وکړي‌او د طالبانو ددې ښکاره ملګرتیا نه دې پر شا کړي .‌

تر دې وړاندي‌د طالبانو د قطر د دفتر د مذاکراتي ټیم مشر ملا برادر په کراچي‌ کې طالبانو ته په یوه وینا کې ومنل چې ټول طالب مشران په پاکستان کې دي‌او د دوی علاج او درملنه په پاکستان کې کېږي.

طالب مشران چې پاکستان خپل کور ګڼي‌اوس د پآکستان په دیموکرات نظام کې د افغانستان د دیموکرات نظام د ړنګولو هڅه کوي.

د حالاتو څارونکي افغان حکومت ته مشوره ورکوي چې د محافظه کارۍ څخه لاس واخلي او بايد اوس په زغرده نړيوالو ته په ټولو معتبرو نړيوالو سټېجونو کې د پاکستان او طالبانو ناروا نیت ښکاره کړي، د موجودو موادو سره یې ثبتونه وړاندې کړي او د پاکستان او طالبانو په وړاندې ټوله نړۍ جدي اقداماتو ته راوبولي.

پوهان په دې اند دي چې افغان حکومت نشي کولی د پاکستان سره په همکاريو د حل يو معقوله لار پيدا کړي، پاکستان د يوې خوا تش په خبرو د افغان حکومت څخه امتیازات اخلي او د بلې خوا یې اوس د طالبانو ملاتړ او ددوی سره هر ډول همکاري علني کړې ده.

که افغان حکومت په دې وتوانېږي چې په ډېر فوق العاده او لوړه کچه او ډول د نړیوالو سره د پاکستان او طالبانو ناروا اړيکې او پلان شريک کړي نو بدون له شکه چې نړيوال به مجبور شي چې په پاکستان واقعي فشار وارد کړي او همدارنګه به نور هېوادونه د طالبانو سره د خپلو اړيکو د جوړلو پروسه ودروي.

پاکستان ایسارکړي طالب مشران خوشي او قطر ته ورسېدل

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.