انټرنيټي سوداګري وپيژنئ!
خبريال وېب پاڼه: انټرنيټي سوداګري د اوسنۍ نړۍ يو پرمختللی سوداګريز سيسټم دی چې د سايټونو، ټولنيزو شبکو په استعمال موږ کولای شو چې خپلي سوداګرۍ ته پرمختګ ورکړو انټرنيټي سوداګري اوس وخت کې د پيسو ګټلو يو اسانه او د اعتماد وړ لاره ده همدارنګه د انلاين سوداګرۍ په وسيله د خپلو سوداګريزو شريکانو سره د سوداګرۍ په کيفيت او پرمختګ کې ډيري اسانتياوي منځته راغلي دي.
انټرنيټي سوداګري چې د کار پيداکولو ترټولو اسانه لار ده چې د ډيرو خلکو د عايداتو سرچينه ده نو له دې کبلهپه اوس وخت کې انلاين سوداګري ته ډير ضرورت ليدل کيږي.
هغه سوداګري چې د انټرنيټ په وسيله ترسره کيږي لکه د په انلاين ډول د خوراکي او غير خوراکي توکو اخيستل او پيرودل، له يوې سيمې څخه بلي سیمې ته د توکو انتقال، په انلاين ډول په هوټلونو کې د اطاقونو نيول او د خوراکي توکو رانيول، په يوټيوب کانالونو او سايټونو کې د عايداتو ترلاسه کول او نور.
دې اړتياوو ته په کتو او د سوداګرو او پيريدونکو د ډير ضرورت وروسته د الکټرونيک سوداګرۍ په نوم يو نوی انټرنيټي سيسټم رامنځته شو چې ورسره ډيري اسانتياوي منځته راغلی او هم د لوړ کيفيت په لرلو سره د خلکو د خوښي وړ وګرځيد.
الکټرونيک سوداګري څه شی ده؟
لکه څنګه چې الکټرونيک سوداګري د سوداګرۍ يو نوی ډول دی چې تراوسه په خاصه ټوګه نه دی تعريف شوی، او هر څوک چې د الکټرونيک سوداګري څخه ګټه اخلي هغوي يې يو ډول نه يو ډول تعريفوي.
خو، الکټرونيک سوداګري د خدمتونو، معلوماتو، د پيښو څه د خلکو خبرول يې اصلي واحد دی او الکټونيک سوداګري د سوداګرۍ په پرمختګ کې ډير رول لري.
د الکټرونيک سوداګرۍ ډولونه
۱: سوداګري په سوداګري، هغه شرکتونه چې د يوبل سره په سوداګرۍ کې شريک دي د مثال په ډول تولېد کوونکي چې خپل تولېدات په پيريدونکو پيري نو هغه شرکت د يو بل انلاين سيسټم لرونکي شرکت سره تعلق لري لکه Alibaba.com
۲: سوداګري په پيريدونکو، چې په دې کې يو شرکت بل شرکت ته اړتيا نه لري چې د خپلو تولېداتو ته د بازار پيداکولو لپاره له بل شرکت يا کمپنۍ سره شراکت وکړي بلکي شرکت په خپله کولای شي چې د تولېداتو لپاره په انلاين ډول بازار کړي
۳: پيريدونکي په پيريدونکو، کله چې يو پيريدونکي د يو شرکت څخه په انلاين بڼه يو څه واخلي او د هغي د خوښي وړ وګرځي او هغه پيريدونکي د شرکت لپاره نور پيريدنکو راجلب کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.