The news is by your side.

له کرونا فنډ سره د ننګرهار د کانونو خونې مرسته

خبریال وېب پاڼه/نن یکسنبې د روانې اپرېیل میاشتې ۵ مه نېټه د ننګرهار د کانونو او صنعت خونې مسؤلینو له کرونا فنډ صندوق سره ۲۶ زره ډالره مرسته وکړه.

د کانونو او صنعت خونې ولایتې مسؤلینو د ننګرهار له والي شامحمود میاخېل سره د لیدنې په ترڅ کې د کرونا پر وړاندې د جوړ شوي وجهي صندوی سره د ۲۶ زره امریکایي ډالرو نغدي او د دریو زرو ډالرو په لګښت د خوراکي توکو مرسته وکړه. یاد صندوق تېره اونۍ د ښاغلي میاخېل لخوا جوړ شوی ؤ او د خپلې یوې میاشتې معاش او د خپلې کورنۍ څخه یې هم له دغې صندوق سره مرسته کړې وه.

ننګرهار له هرات، کابل او کندهار څخه را وروسته له پاکستان او کوزې پښتونخوا نه د راستنېدونکو کرونا ځپلو افغان کډوالو له ستر ګواښ سره مخ دی. د دغه ولایت والي وار له مخې خپل احتیاطي تدابیر ورته نیولي او په تورخم ښارګوټي کې یې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د قرنطین په موخه کمپ جوړ کړی دی چې د لس زره کسانو د ځایولو امکانات لري.

د دغې کمپ لپاره تېره اونۍ د توشکو، بالښتونو او نورو لومړنیو توکو کمپاین هم پیل شوی ؤ او ګڼ شمېر توکي یې ورته را ټول کړي وو.

د کانونو او صنعت خونې د ننګرهار څانګې مشر حاجي تور ملنګ وويل، چې دغه مرسته د دې خونې مسئولينو او سوداګرو له لوري تر سره شوه.
نوموړي زیاته کړه، چې سوداګر هڅه کوي دغې ولايت ته اوړه راوړي او پر هېوادوالو يې په نيمه بيه وپلوري.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل هم د صنعت او کانونو خونې له مسئولینو او سوداګرو مننه وکړه، چې د کرونا له امله يې په دې سختو حالاتو کې خپلو بېوزله هېوادوالو سره مرسته وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو دوو اونیو کې په ټول هېواد او په ځانګړې توکه په هرات او کابل کې د کرونا مثبتې پېښې د زیاتېدو په حال کې دي او دغې چارې ولس له ګڼو اندېښنو سره مخ کړی دی. په تېره اونۍ کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ځینې بشردوستانه مرستې هم کابل ته را ورسېدې.

حکومت هم خپل ټول تمرکز د کرونا پر وړاندې مبارزې ته ځانګړی کړی دی او هڅه کوي دغه وژونکی ویروس د په قرنطین او خلکو ته د طبیبانو په لارښوونو قابو کړي.

تر اوسه له دغې ویروس څخه په ټول هېواد کې ۱۷ کسان بېره رغېدلي هم دي او ۷ کسان چې ډېری یې تر ۵۰ کلونو د زیات عمر خاوندان وو، مړه شوي دي.

د ننګرهار والي وایي چې د کرونا لپاره په ننګرهار کې جوړ شوي صندوق بانکي اکونټ هم لري او باندیني کسان هم کولی شي له دغې صندوق سره خپلې مرستې شریکې کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.