The news is by your side.

سوداګر: پر غلام خان بندر دې سوداګرۍ ته اجازه ورکړل شي

خبریال وېب پاڼه/ د غلام خان بندر بېرته پرانیستلو سره به د بار وړونکو موټرو کرایه پنځلس زره افغانۍ ته راټیټږي.

غلام خان بندر د هېواد له مهمو شپږو بندرو څخه دی چې د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې فرضي کرښې سره نښتی.

د غلام خان بندر له کراچۍ بندر تر کابل تر ټولو لنډه لار ده. دغه لار له تورخم بندر- چې اوس له پاکستان سره تر ټولو بوخت بندر دی- ۴۶۱ کیلومتره لنډه لاره ده.

د غلام خان بندر له لارې افغان سوداګر د کراچۍ او د تورخم بندر په پرتله په لږ وخت کې تجارتي مالونه کابل او شاوخوا سیمو ته رسولی شي.

سوداګر وايي که د تورخم پر لار فاصله يو کيلومتر زياتېږي، نو د لېږد لګښت یې ۰٫۱ سلنه زياتوالی مومي او همدارنګه که وخت يو ساعت زياتېږي، نو د لېږد مصارف يې هم همدومره لوړېږي.

په پرتليز ډول د فاصلې له مخې، د غلام خان لېږد لار نسبت د تورخم ليږد لارې ته ۴۶۱ کيلومتره لنډه او نژدې ده.

سوداګر زیاتوي، چې د غلام خان د لېږد لارې د لېږدولو مصارف نسبت د تورخم د ليږد لارې د ليږد مصارفو ته ۴۶٫۱ سلنه کمیږي.

اوس سوداګر وايي، پر غلام خان بندر باندې دې هم د تورخم غوندې تجارت کولو ته اجازه ورکړل شي.

د غلام خان بندر لپاره په خوست ولایت کې پر شاوخوا دوه سوه جریبه ځمکه د پنځه میلیون ډالرو په ارزښت تاسیسات جوړ شول.

که غلام خان بندر لار خلاصه وي؛ نو د پښتونخوا څخه تر خوست پورې د بار وړونکو موټرو کرایه پنځلس زره افغانۍ کېږي، په داسې حال کې، چې د لارې د بندېدو له امله نوموړې کرایه د تورخم او یا چمن له لارې تر یو نیم لک افغانیو رسېږي، نو د قیمتونو په ټیټېدو سره په سیمه کې د مصرفي توکو د اخیستلو توان لوړ او د خلکو د ژوند کچه کې به ښه والی راشي.

د شمالي وزیرستان او خوست ترمنځ تجارتي لاره غلام خان بندر د تېر کال د اګست په ۱۹ مه یو ځل بیا پرانیستل شو.

د پولې د پرانیستو پر مهال د دواړو خواو ولسونه په سیمې ته ورغلي ول. دوی د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۰مه کالیزه هم په ګډه ونمانځله.

غلام خان بندر په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو پر مهال تړل شوی و.

په ۲۰۱۸ز کال کې دغه بندر د محدود تجارت لپاره پرانیستل شوی و خو اوس سواګر وايي چې حکومت دې دغه بندر د هر ډول کاروبار لپاره خلاص کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.