د کرونا وایرس تاریخچه او انسان ته یې انتقال
د کورونا په نوم څو ډوله وایرس له پخوا نړۍ کې موجود دي. دا اوسنی په ساینس کې ” کوویډ 19” نومېږي.
هروایرس (ویروس) ژوندی نه وي یاني ژوند نه لري. دا د پروټین مرکب (مولیکیول) یا –ډي این- اې- وي چې غوړ (لیپیډ) پوټکی ترې تاو وي. دغه غوړ کله چې د پوزې او سترګو د اوبو یا د غوږ موم سره ورګډ شي نو خپله بڼه بدله کړي. مانا دا چې خپل “جینېټک کوډ” واړوي، یوه وژونکی حجره ترې جوړه شي چې ژر ژر نور بچي راوړي.
کله چې دا پروټین مولیکیول په حالت کې وي نو په دریو لارو پخپله ختم شي. یوه دا چې حرارت (تودوخي) ورته ورسېږي. دویمه دا چې هوا نمژن نه وي. دریمه دا چې دا بل کوم موادو سره ګډ نه شي. کورونا وایرس ډېر نازک وي او غوړ پوښ يې حفاظت کوي. د صابون ځګ هغه وسله ده چې د وایرس غوړ پریکوي. د صابون ځګ لږ تر لږه 20 ثانیې( سیکنډ) که په لاس ومږئ نو هغه غوړ پوښ ورژېږي او د پروتین مولیکیول پخپله ختم شي.
دویم تودې اوبه هم دا وایرس وژني چې لږ تر لږه 25 درجه سینتي ګریډ ګرم وي. د ځان او جامو وینځلو لپاره هم دومره تودی اوبه کارولې شئ. دریم د لاس پاکولو هغه سلېخ (هېنډ سېنیټایزر) دی چې پکې 65% الکوحل ورګډ وي او په بوتلو کې خرڅېږي.
کورونا په جامو هم تر 3 ساعته نښتي وي. نو پکار ده چې خپلې جامې په هوا کې و نه څنډئ بلکه له ځانه يې لیرې او یو بېل ځای په ارام وساتل شي. د کټ څادر، میزپوښ، بالښت ابره، شړۍ او نورو جامو په ګرمو اوبو وینځلو، لمر کې وچولو او استري ( اوتو) سره کورونا ختمېږي.
وچ لرګی له وایرس ټولې اوبه راکاږي او ختمولو توان لري. په مسو کې د وایرس ضد طبعي مواد ( اینټي سیپټک) موجود وي نو هلته کورونا په څلور ساعتو کې مري. په ګته ( کلک کاغذ)دا څلېر ویشت ساعته، په په اوسپنه، دوه ورځې، په پلاسټک درې ورځې پاتې وي.
که د پلاسټک یا اوسپنې سطح (لکه دروازه- میز یا چوکۍ) د وچ ټوکر یا برش سره پاکوئ نو هلته پروت وایرس په هوا کې والوزې او تر دریو ساعته موجود وي. که په دغه هوا کې څوک ساه اخلي نو هلته نه دا په پوزه یا غوږ ورننوځي.
دا وایرس په سخت یخ ایرکنډیشن کوټه یا موټر په نمژن او تاریک ځای کې تر ډېر وخت پاتې وي. تیزه رڼا ، وچ او ګرم ځای کې دا پخپله مري. الټرا وایلټ وړانګو سره هم دا ختمېږي. کورونا په روغ پوست نه شي ورننوتې خو ناروغو کسانو پوتکی ګونځې کړي او سرطان سبب هم کیدایشي. سرکه، سپرت، ویسکي او ووډکا شرابو سره کورونا نه مري. په ووډکا کې 40 % الکوحل وي او د دغه وایرس د وژلو لپاره 65% الکوحل پکار وي. په لویه هواداره کوټه کې وایرس مري، تنګ او تاریک ځایونو کې پاتې وي.
له کوره بهر د کارونو په وخت خپل لاسونه ، مخ ، سترګو، پوزه او غوږونو ته مه وړئ. که په لاسونو مو دروازه پرانستې، د رڼا یا نورو برقي الاتو د چلولو لپاره سویچ ته لاس وروړې وي، د کار په ځای کې ریموټ کنټرول، ټیلیفون، کمپیوټر او دغسې نور الیکټرونیک شیان کارولی وي، په دکان کې خلکو ته د سودا توکي، ډبلي او بوتلې خرڅ کړي-اخیستې وي نو وروسته لاسونه په صابون ووینځئ. د لاسونو وینځلو طریقه هم هغه ده لکه چې “اودس” کې يې پاکوئ یاني د ګوتو منځ به هم وینځئ. د لاسونو وچول ضرور دی. خپل نوکونه پریکوئ او هره ورځ د بهر نه راتلو سره ځان وینځل او پاکې جامې اغوستل خپل فرض وګڼئ.
د فرش – پخلنځای او موټر بایسکل، یا ریړو (کراچي) د پاکولو لپاره، تیزاب (بلیچ) یوه برخه د ۵ برخې اوبو سره ورګډ کړئ. دا د کورونا پروتین له دننه ویلي کولې شي. یوه صافي د کارولو نه وروسته، په ګرمو اوبو ووینځئ او لمر کې يې وچ کړئ.
د روغبړ، لاس ورکول او ښکلول (مچکی) نه دي پکار. د انتروشي (پړنجي) او ټوخلو په وخت پوزې ته رومال (ټشو پېپر) ونیسئ. که دا نه وي نو خپل لستوڼي کې وټوخیږئ.
وایرس د بکټیریا په شان ژوندی نه دی نو ددې وژلو لپاره اینټي بایوټیک نشي ورکری کیدای. دا هم هغسې ده لکه چې څوک په یو مړي د ټوپک ډز وکړي. د کورونا وایرس په تازه میوه، ترکاري او سابه نه ورځي. هغه سبزي چې کچه ( خام) خوړل کېږي، په تازه اوبو دې ښه ووینځل شي.
کورونا د ساینس پوهانو لپاره یوه داسې ننګه ده چې مخنیوی يې نشي کولې. خو دومره ثابته ده چې د ګڼې ګوڼې په ځای کې د یو نه بل ته ژر لګي. په وایرس مړو خلکو کې د وټامن ” ډي” کمی و. په انساني بدن کې وټامن سي د ناروغیو دفاع کوي نو زیاته میوه او د شنو پاڼو خوړل ګټه وردي.
لیکواله : ژورنالیسته او تاریخ پوهه صفیه حلیم
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.