The news is by your side.

ناچاوده ماینونه د افغانانو د ژوند لپاره بل ګواښ

خبریال وېب پاڼه/ طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي هره میاشت ١٢٠ کسانو ته د ماينونو له امله مرګ – ژوبله اوړي.

په افغانستان کې میلیونونه ناچاودلي ماینونه د خاورو لاندې دي او لا هم له انسانانو ژوند اخلي.

په تېرو څلورو لسیزو کې سلګونه بې ګناه کسان د ماینونو چاودنو کې وژل شوي او زرګونه تنو نورو بیا د بدن ځینې غړي له لاسه ورکړي دي.

د طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت د ناچاودو ماینونو برخې راپور ښايي چې هر میاشت له ١٢٠ تنو څخه زیات کسان په افغانستان کې د ماینونو ښکار ګرځي چې د دغه شمېرې ډېری قربانیان يي ماشومان دي.

  • یاد وزارت وایي، موږ مسؤولیت لرو چې د پروان ولايت بګرام ولسوالۍ کې لسګونه کيلو متره مربع ځمکه پاکه کړو.

دا ماينونه په ټول افغانستان کې شته او د رسمي شمېرو له مخې ۱۶۰۰ کليو متره مربع ځمکه کې ماينونه ښخ شوې دي.

او يو شمېر نور ماينونه د پخواني شوروي اتحاد د جګړې له وخته پاتې دي او يو شمېر نور يې هغه ماينونه دي چې طالبانو او داعش ډلې پټ کړي دي.

که څه هم افغان حکومت مجبور دی چې تر ۲۰۲۳ کال پورې افغانستان له ماينونو څخه پاک کړي، خو حکومت وايي چې په دومره کم وخت کې دا کار نه شي ترسره کېدلای.

بامیان له ٣۴ ولایتونو څخه لومړی هغه ولایت دي چې له ماینونو څخه پاک اعلان شوی او په دې لاسته راوړنه کې ښځو مهم رول درلوده.

د يادولو وړ ده تر هغه وخته چې دا ځمکه له ماينونو څخه پاکه نه شي او وسلوال مخالفين د ماينونو له ښخولو څخه لاس وانه خلي، تر هغه وخته به زرګونه افغان کوچنيان قرباني ورکوي.

د حکومت شمېرو له مخې په تېر یوه کال کې ماینونو او د نورو جگړه اییزو پاتې شونو توکو له امله ١،٣٩١ افغانان ته مرګ ژوبله اوښتې چې زیات شمېر قربانیان یې ماشومان دي.

مخکې له دې هم طبیعي پېښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزارت اندېښنه ښودلې وه، یو شمېر هغه سیمې، چې په تېرو کلونو کې له ماینونو پاکې شوې وې، د افغان حکومت وسله وال مخالفینو بیا په کې نوي ماینونه ښخ کړي، چې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

د مخه کلونو کې د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام په بشپړه توګه د نړیوالې ټولنې له مرستو تمویل کېده، خو په د ۱۳۹۸ لمریز کال کې افغان حکومت د لومړي ځل لپاره دغه پروګرام سره د خپلې بودیجې څخه شل میلیونو افغانیو مرسته کړې ده.

یاد وزارت وايي چې په افغانستان کې د ۱۹۸۹ میلادي کال راهیسې، چې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ پروګرام پیل شوی، ۷۳۳ زره ماینونه له ۲۸۳۸ کیلو مترو مربع ځمکې څخه راټول شوي او له منځه وړل شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.