غني جمهوریت، عبدالله صدارت غواړي
خبریال وېب پاڼه/د لوړې له مراسمو شاوخوا یوه میاشت تېرېږي خو د تېر ملي یووالي حکومت شریکان د اوسني حکومت پر سر د را منځته شوې سیاسي خلا په سر کومې سیاسي هوکړې ته رسېدلي نه دي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له اعلان وروسته چې محمد اشرف غني یې د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، د تېرې کب میاشتې په نولسمه نېټه یې د خپلې لوړې مراسم ترسره کړل. ورسره هم مهاله د تېر حکومت شریک او په ټاکنو کې د ولسشر غني سیال ډاکتر عبدالله عبدالله هم د موازي حکومت اعلان وکړ. نوموړي په سپېدار ماڼۍ کې چې د ارګ په څو مترۍ کې قرار لري، د خپلې لوړې مراسم ترسره کړل.
امریکا او نړیوالې ټولنې په مشروط ډول له ولسمشر غني او پخواني اجرایه رییس څخه د سیاسي حل غوښتونکي شول خو عبدالله خپلو چاڼه وهلو ته ادامه ورکړه. په هېواد د کرونا آفت هم راغی، هم مهاله د سولې مذاکراتو ته د چمتووالي په موخه د پلاوي ټاکل، د نوې کابینې معرفي کول او د جګړې د لیکو مدیریت کول د ولسمشر غني لپاره تر بل هر وخت ستر چلنجونه شول چې ورسره مخ شو.
په تېرو څو اونیو کې پخواني ولسمشر کرزي او جهادي مشر استاد سیاف د دواړو مشرانو تر منځ په کراتو د یوه سیاسي توافق لپاره ناستې وکړې. که څه هم دوی په خپلو غونډو کې د پام وړ پرمختګونه وکړل خو ورسره هم مهاله د عبدالله له ټیم څخه د نه منلو پیغامونه را وتل، دې چارې د دوی تر منځ را منځته شوی سیاسي واټن نور هم پېچلی کړی دی.
یو شمېر سرچینې وایي چې ولسمشر غني ډاکتر عبدالله ته د مصالحې عالي شورا په نوم د جوړېدونکې جرګې د مشرۍ وړاندیز کړی او تر څنګ یې په کابینه کې د ده په ټاکنیز ټیم کې د مخکښو څېرو د ځای ورکولو ژمنه هم ورکړې ده خو نوموړي دا هر څه رد کړي دي.
غني غواړي یو سره او جمهوري حکومت ولري، خو عبدالله وایي چې د تاجکو لپاره به یا اجرایه ریاست د تل لپاره د دغې قوم په نوم کېږي او یا به صدارتي نظام ورسره جوړوي او د څوکیو ۵۰/۵۰ وېش به ورسره کوي، کنه دوی به د ټاکنو اعلان شوې پایلې و نه مني. په ورته وخت کې د دغې ډلې یوه غړي فضل احمد معنوي هم ګواښ کړی دی چې که ولسمشر غني د کابینې د غړو معرفي کول و نه دروي، دوی به هم ورته اقدام وکړي او موازي کابینه به اعلان کړي. که د انصاف په تله کې هم دا نظریه واچول شي، مناسبه نه ده ځکه پښتون قوم د هېواد لویه برخه تشکیلوي او له تاجک قوم سره په دې وېش کې په هېواد کې د تعصب او یو بل رټنې دریځ نور هم ځواکمنېږي.
په اوس وخت کې د عبدالله دریځ تر کرونا ثلاثه کم نه دی، نوموړی د دریم وژونکي کرونا په بڼه د هېواد سیاسي کشاله غځوي او د نظام د کمزوري کېدو لامل کېږي. انګېرنې داسې وې چې نوموړي د سولې او اعتدال ټیم مشر محمد حنیف اتمر ته هم ډېره هڅه کوله چې د خپلې دلګۍ غړی یې کړي خو هغه جمهوریت ته لومړیتوب ورکړ، د نظام ساتل یې اړین وبلل او د ولسمشر غني د کابینې ویاړ یې هم ترلاسه کړ.
اوس پوښتنه دا ده چې د دې ټولو چلنجونو او سختیو پر وړاندې د نظام او جمهوریت ګواښل شوې بېړۍ به چېرته ځي او په کومو کړنګونو به تېرېږي تر څو د هېواد روښانه سبا ته ځان وباسي ځکه د ISI په لومو کې را ګیر طالب هم په دې هڅه کې دی چې د اوسني نظام او ځواکمنې اردو جرړې وباسي او د پاکستان په خوښه حکومت را منځته کړي تر څو د هغوی نیابتي جګړه او په هېواد کې د وینې روان نهرونه و نه درول شي.
اوس وخت کې حکومت ته د څلور ډوله کرونا مهار کول په کار دي. لومړی خو یې اصلي کویډاـ۱۹ دی، دویم په کې طالب، دریم د پخواني اجرایه رییس سخت دریځ او څلورم بیا په هېواد کې د اقتصادي احتمالي بحران له منځه وړل او د نړیوالو مرستې را جلب کول دي ځکه امریکا هم په خپل وروستي دریځ کې پر افغانستان د خپلو موخو لپاره د فشار په توګه د مرستو د کمولو ګواښ وکړ. له لومړیو دوو چلنجونو سره برحاله چټکه مبارزه روانه ده او ډېرې هیلې شته چې یوې نسبتاً ښې پایلې ته ورسېږي ځکه په لومړي هغه کې د نړیوالو بشردوستانه مرستې را روانې دي او د دویمې هغې په را کابو کولو کې حکومت په نسبي توګه د یوې ټول شمولې سیاسي اجماع په جوړولو باندې بریالی شوی دی چې تمه ده په نیږدې راتلونکي کې بین الافغاني مذاکراتو ته را مخکې شي او د سولې مذاکراتي پلاوي ملا ور وتړي.
په یاده شوې کورنۍ سیاسي اجماع کې جهادي مشران، د حذبونو غړي، سیاسیون او د مدني ټولنو استازي را ټول شوي دي چې د اټکل له مخې یې شمېر ۶۰ کسان ښودل شوی. ویل کېږي که د دغه جرګې (مصالحې عالي شورا) مشري ډاکتر عبدالله و نه مني، خپله ولسمشر غني به د دې جرګې مشري هم وکړي.
دریم چلنج ته که څه هم د حکومت لخوا د مذاکراتو لړۍ روانه ده او تمه ده چې د څوکۍ په نشه مست عبدالله او ده ته ور ټوله کړۍ یوه سیاسي توافق ته سره ورسېږي خو په ورته وخت کې وېره دا ده چې یو ځل بیا د تېر حکومت تکرار و نه شي او د دوه سره حکومت دریځ ته دوام ورنکړل شي ځکه امریکایي لوري یو ځل بیا پر افغان چارواکو غږ کړی چې ګډ حکومت ته دې دوام ورکړي. د دوی لخوا په افغانستان کې د دوه سره حکومت لپاره هڅې د دوی د ګټو د خوندیتوب په مانا دي.
څلورم کرونا د احتمالي اقتصادي ځوړ او بحران له منځه وړل دي. په دې برخه کې پر ولسمشر غني تل تکیه شوې ده او اقتصادي شنونکي هم په دې باور دي چې افغانستان به له دغې حالت نه په سمه توګه را ووځي ځکه د دوی په وینا د اصلي کرونا لخوا ځپل شوې نړۍ به ستر اقتصادي زیان لیدلی وي، دوی به په استخباراتي او د نورو ملکونو په چارو کې له لاسوهنې چې خورا زیات لګښتونه پرې کېږي، لاس په سر شي او خپل اقتصاد ته به پاملرنه وکړي، په دې وخت کې چې افغانستان په خپلو اقتصادي سرچینو کار وکړي او د نورو شر اندازه هېوادونو له مداخلې څخه به په امن وي، تمه شته ده چې افغانستان یو نسبتاً ښه دریځ ته لاړ شي.
بله خوشبیني دا ده چې په افغانستان کې د نورې نړۍ په څېر د کرونا چټک خپرېدل نه شته او داسې انګېرنې هم شته چې د افغانانو د معافیت سیستم قوي دی نو تمه ده چې دلته به ژر محار شي.
د همداسې ورځې په هیله چې د نظام او جمهوریت جنډه پورته او افغانستان د څلور سره کرونا ګانو د را قابو وکولو شاهد و اوسو.
لیکوال: مطیع الله همدرد
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.