The news is by your side.

پاکستان کې د طالبانو پراخه غونډه او د نوې جګړې تیاری

خبریال ویبپاڼه د پاکستان تر ولکه لاندي د جنوبي پښتونخوا په (برښور) سیمه کې وسله وال طالبان راغونډ شوي او د افغان حکومت خلاف یې د نوې جګړې اعلان وکړ.

دې غونډي ته ګڼ طالب چارواکي او جګړه ایز قوماندانان وربلل شوی وو. طالب قوماندانانو په یوه خوله جنګیالي د جګړو کرښو ته وروبلل او ترې ویې غوښتل چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سره جګړه جواز لري او باید پر افغان امنیتي ځواکونو مرګونيګوزارونه وشي .

په دغه غونډه کې چاته د خبرو د ریکارډولو اجازه نه وه ورکړل شوې ؛ځکه هلته په پراخ تعداد طالب مشران راغونډ شويوو.

ځینو طالب مشرانو په پټه د ځینو قوماندانانو خبري ریکارډ کړي او خبریال ادارې ته یې را لېږليدي‌.

د طالبانو یو تر ټولو جنګيقوماندان پیر اغا چې وړانديد ختیځو ولایتونو لپاره تنظیمونکی او د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو مسئول وو وايي چې جګړه ختمېدل نه لري ؛ دده په وینا چې تر څو د امریکا یانو او بهرنیانو یو ملګری(افغان عسکر) په افغانستان کې شتون ولري تر هغو به طالبان جګړه کوي .

پیر اغا په هلمند کې د طالبانو د یوه ځواکمن قوماندان ملا منان اخوند مرستیال وو او اوس هم د ملا منان ډېری طالبان د پیر اغا ملاتړيدي‌.

د پیر اغا د وینا متن :

د کوټي د شورا یوه غړي خبریال ډاټ کام ته وویل چې په دغه غونډه کې طالب مشرانو پرېکړه وکړه چې د زندانیانو تر خلاصون وروسته به سختي جګړې ته دوام ورکوي .

تر دغه غونډه وړانديهم طالب مشرانو ویلي وو چې په افغانستان کې به جګړې ته دوام ورکوي او هغه غږونه هم خبریال ویب پاڼې خپاره کړي وو.

د یادولو وړده چې نن وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې پر امریکا د د قطر له تړون نه د سرغړاويتور پوريکړی دی .

طالبانو په خپله وروستۍ اعلامیه کې له امریکا نه غوښتنه کړې چې (۵۰۰۰) زندانیان ديراخوشي کړي او پر طالبانو د ي له بریدونو څخه ډډه وکړي‌.

که څه هم طالبانو نن دا اعلامیه خپره کړې ؛ خو دغه وسله واله ډله د روان کال د فبروري د ۲۹ نېټې د قطر له تړون وروسته چې طالبانو او امریکا لاس لیک کړ په پرله پسې ډول پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه کوي ؛ خبریال ډاټ کام ته رارسېدليمعلومات ښيي چې ددغو بریدونو سره هم مهاله وسله وال طالبان د یوې بلي جګړې په تابیا هم بوخت دی چې په مسجدونو کې ملا یان او په کلیو کې طالب قوماندانان ځوانان ورته را ټولوي .

تر دې وړانديهم وسله والو طالبانو ویلي وو چې د افغانستان اوسنی حکومت به په زور ړنګوي ؛ خو د خلکو له سخت غبرګون سره مخامخ شول .‌

دا هم ولولئ   
طالبانو پر چرسو بندیز اعلانکړ خو کوکنار یې آزاد پرېښي
طالب مشرانو اعلان وکړ چې اوسنی نظام باید ړنګ شي

     

   

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.