The news is by your side.

وردګو کې کې د مېوو او سبزیجاتو سړې خونې جوړیږي

خبریال وېب پاڼه/ په میدان وردګو ولایت کې د۱۸٠ میلیونو افغانیو په ارزښت د مېوو او سبزیجاتو سړې خونې جوړیږي.

د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د والي مظفر الدین یمین له خوا د ۱۸۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د مېوو او سبزیجاتو د سړو خونو کمپلکس جوړېدو ډبره کېښودل شوه.

یاد کمپلکس په یو نیم جریب ځمکه کې د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې او ملي پراختیا شرکت له خوا جوړیږي.

د یاد کمپلکس د ډبرې اېښودلو پرمهال والي د میدان وردګو ولایت ټولو بزګرانو او ولسونو ته وویل میدان وردګ یو کرنیز ولایت دی، چې ټولې ځمکې یې باغونه دي
د ولایت بزګرانو او ولسونو لپاره یاد کمپلکس بسنه نه کوي باید په هره ولسوالۍ کې د مېوو او سبزیجاتو لپاره سړې خونې جوړې شي، ترڅو د بزګرانو میوه په مناسب قیمت بازارونو ته وړاندې شي.

د ملي پراختیا عملياتي ملاتړ ادارې د انسجام رییس انجنیر وحيدالله محمود هم وايي دغه کمپلکس ته ټول تخنیکي او ټولنیز مسایل په پام کې نیول شوې دي.

چې په اساسي ډول به په یونیم جریب ځمکه کې د دوه کلونو په اوږدو کې جوړیږي او د ۱۵۰۰ مټریکه ټنه ظرفیت به لري، نوموړي زیاته کړه د یاد کمپلکس د جوړېدو په چارو کې به ۱۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي چې ۳۰ تنه به په دوامداره ډول په دغه کمپلکس کې کار کوي.

د مېوو او سبزیجاتو د سړو خونو د کمپلکس د ډبرې اېښودلو په مراسمو کې له والي سربېره ملي پراختیا شرکت مسؤلینو، ولایتي شورا غړو، ادارو رییسان، رسنیو او مدني ټولنو استازو ګډون کړی و.

په افغانستان کې د سړو خونو د نشتوالي له امله د افغانستان کرڼیز توکي دوو ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته په ازانه بیه صادریږي، چې دننه په افغانستان کې د کرڼیزو توکو د کمې بیې سبب ګرځي او حتی ځینې توکي بېرته له دغو هېوادونو افغانستان ته را واردیږي.

دغه ستونزه د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ده او حکومت هر کال د دغې ستونزې د حل په موخه سوداګرو ته ژمنې ورکوي خو اوس لیدل کیږي دغه ژمني د حل کېدو پرمخ روانې دي.

بل خوا په کونړ کې د درې میلیونه افغانیو په لګښت د چهارمغزو ۷۰ زره نیالګي ایښودل شوې دي.

د دغه ولایت د کرنې ريیس نجیب‌الله وايي چې دغه لګښت د کرنې وزارت له لوري ورکړل شوی او په پنځو کلونو کې به د چهار مغزو باغونه حاصلات ورکړي.

نوموړی وايي چې هر کال په سلګونه ټنه وچې مېوې له دغه ولایت څخه بهر ته صادرېږي چې دا به له بڼوالو سره د پام وړ مرستې وکړي.

خو بڼوال وایي حکومت باید ورته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

د یادونې ده چې په کونړ کې د چهارمغزو ونې ښه حاصل ورکوي.

ننګرهار کې بیا د وادي کرنيز شرکت له لوري د شل ميليونه افغانيو په ارزښت د دوه سوه شنو يا سړو خونو د جوړېدو چارې پيل شوې.

ځايي مسؤولين وايي، دا خونې په شپږ سوه بسوې ځمکه باندې جوړېږي او په يوه وخت کې به د اتيا زره منه سبزيجانو د ساتنې ظرفيت ولري.

د ياد شرکت رئیس عبدالقهار حيدري وايي، چې دغه دوه سوه شنې خونې د دې رياست د داغمه اوسپنو په واسطه په شپږ سوه بسوې ځمکه کې د شل ميليونه افغانيو په مالي لګښت جوړيږي، چې ۱۵۰ کسانو ته به په کې د کار کولو زمينه هم برابره شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.