The news is by your side.

د تورخم خلاصېدل او د یو بل خطر زنګ

خبریال وېب پاڼه/ټاکل شوې ده سبا دوشنبه د تورخم دروازه خلاصه شي او په کوزه پښتونخوا او پاکستان کې ایسار افغانان هېواد ته را ستانه شي.

د ننګرهار والي شاه محمود وایي یو شمېر وکیلان وار له مخې د خپلو کسانو د نه قرنطین کولو واسیطې ورته کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې یوه اونۍ وړاندې ښاغلي میاخېل له کوزې پښتونخوا او پاکستان څخه د را ستنېدونکو کډوالو لپاره د احتیاطي تدابیرو په موخه په تورخم ښارګوټي کې یو کمپ جوړ کړ چې لسګونه خېمې په کې درول شوې دي.

په دغه کمپ کې به له پاکستان او پېښور څخه را تلونکي کسان له ۱۴ نه تر ۲۱ ورځو پورې قرنطین کېږي تر څو د هېوادو نورو ولایتونو ته له ځان سره د کرونا ویروس و نه لېږدوي. دوی په تورخم ښارګوټي کې ټول روغتیایي پرسول او توکي چمتو کړي دي څو وکولی شي له پاکستان څخه د کرونا ویروس د راتګ مخنیوی وکړي.

پرون له دغې دروازې یو یو شمېر بندو لاریو ته د راتګ اجازه هم ورکړل شوه چې موټروانان او ورسره کسان یې معاینه هم شول.

تر دې وړاندې هرات ته لسګونه په کرونا اخته کسان له ایران نه راغلل چې په دغه ولایت کې ګڼو خلکو ته په یو مرګوني ګواښ بدل شول. کابل کې هم د کرونا مثبتې پېښې په زیاتېدو دي او هخوا په کندهار کې چې له پاکستان او کوزې پښتونخوا افغانان را ستنېږي، له ځانونو سره یې د کرونا ناروغي هم راوړې ده. په دغه ولایت کې د کرونا مثبتې پېښې ۱۳ ته لوړې شوې دي چې یوازې تېره ورځ ۸ مثبت پېښې په کې ثبت شوې دي.

په ننګرهار کې وار له مخې د کرونا پر وړاندې مبارزې ته لومړني احتیاطي تدابیر نیولي دي چې د ولس له تود هرکلي سره مخ شول. د دغه ویلایت له دوه ویشتو ولسوالیو څخه هم په تورخم کې د جوړ شوي کمپ لپاره البسې او لومړني توکي را ټول شوي دي. د تورخم ښارګوټي کمپ د شاخوا ۱۰ زره کسانو د ځایولو امکانات لري.

تر دې مهاله د هېواد شاوخوا ۲۲ ولایتونو ته کویډاـ۱۹ ناروغي خپره شوې ده. په یو شمېر ولایتونو کې د امنیتي ستونزو له امله روغتیا پالان او د کرونا د تشخیص وسایل نه دي استول شوي. ډېری هېوادوال اندېښمن دي چې که د وسلوالو طالبانو تر ولکه لاندې سیمو کې د کرونا ویروس خپور شي، کابو کول به یې خورا سخت وي او د هېواد لپاره به په یوه لویه بشري فاجعه واوړي.

تر دې مهاله په ټول هېواد کې ۳۴۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې په دې ۱۲ یې نن تازه ثبت شوې او له دغې ناروغۍ څخه ۱۷ کسان جوړ شوي او ۷ نور یې له امله وژل شوي هم دي.

د وکیلانو لخوا د ننګرهار والي ته د دوی د خپلوانو او دوستانو د نه قرنطین کېدو واسیطې کولو یو شمېر اففانان اندېښمن کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې موده مخکې په هرات کې د کرونا ویروس د خپرېدو سره سم په دغه ولایت کې د ګرځبندیز سره هم یو شمېر سیاسي کړیو مخالفت څرګنداوه چې په دغه ولایت کې یې په لوی لاس د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې کړې.

د ننګرهار والي هم نن په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی دی چې هېچا ته به اجازه ور نه کړي د قرنطین له ټاکلې مودې مخکې لاړ شي. نوموړي ویلي چې دوی په تورخم ښارګوټي کې ټول هغه امکانت برابر کړي چې وکولی شي له پاکستان څخه د را ستنېدونکو افغانانو پالنه پرې وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance