The news is by your side.

د نړۍ په تاریخ کې د حج مراسمو ځنډېدل

دا چې په نړۍ کې د کرونا په ناروغۍ د اخته شویو شمېر له یو میلیون کسانو څخه اوښتى او د مړو شمېر هم له ۶۴۰۰۰ تنو څخه ډېر دى، له عمرې وروسته سږ کال د دې احتمال ډېر دى چې د حج مراسم هم لغوه شي.
د حج فریضې د ادا کولو لپاره هر کال له ۲ میلیونو څخه ډېر مسلمانان په مکه مکرمه او مدینه منوره کې را ټولېږي، د دې ډېر امکان شته چې په دې بيروبار کې کرونا ويروس ډېر تلفات واړوي، ځکه عربستان د نورو هېوادونو په څېر د کرونا د وژونکې ناروغۍ د مخنیوي په خاطر د مکې معظمې او مدینې منورې ښارونو ته په ننوتلو سخت بندیزونه لګولي دي.
د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت اعلامیې ته شاوخوا دوه ملیونه مسلمانان په ناهيلۍ په تمه دي چې دا ځل به د حج په مراسمو کې ګډون وکړي که نه!؟
په داسې حال کې چې ډېر مسلمانان په دې سختو اقداماتو خواشیني دي خو هره دقیقه د کرونا ويروس د ناروغانو شمېر مخ په زیاتيدو دی، موږ باید په ګډه هڅه وکړو چې د کرونا ویروس مخنیوی وشي او د انسانانو ژوند وژغورل شي.
له 1932 میلادي کال راهیسې چې د سعودي عربستان شاهي نظام جوړ شو، د بيت الله حج هر کال شوی دی، کله هم په دې موده کې کومه ستونزه نه ده پېښه شوې حتی د سعودي عربستان د شاهي نظام له جوړېدو مخکې په 1917- 18 میلادي کلونو کې چې په ټوله نړۍ کې هسپانوي انفلونزا خپره شوې وه چې له پنځو ميلیونو څخه زیات خلک یې وژلي وو، بیا هم د حج مراسم ادا شوي و.
د حج تاریخ په اړه یوه معلوماتي مقاله د منځني ختیځ د مشهور ژورنال “مډل ایسټ آئي” لخوا خپره شوې ده، چې پکې راغلي دي، که چیرې د حج مراسم په 2020 میلادي کال کې و نه شي، نو دا به په اسلامي تاریخ کې یوازېنۍ پېښه نه وي، په تاریخ کې داسی پېښې په لسګونه ځله شوي دي او دا پند ترې اخيستلاى شو چې د ټولو ناخوالو سره بیا هم امید شته.
• په مکې معظمې باندې په ۹۳۰ میلادي کال کې حمله: په بحرین کې مېشتې د قرمطي فرقې مشر ابو طاهر الجنابي په ۹۳۰ کال کې په مکه معظمه وحشیانه برید وکړ چې په پایله کې یې له ۳۰۰۰۰ څخه ډېر حاجیان شهیدان شول، مسجد النبوي یې لوټ کړ او حجر الاسود یې له ځان سره بحرین ته یووړ. په دې خاطر حج د څو کلو لپاره و نه شو، تر هغو چې د حجر الاسود بېرته له بحرین څخه راوړل شوه او په کعبه شریفه کې نصب شوه او بېرته د حج مراسم پیل شول.

• د ۹۸۳ میلادي کال په پیل کې په عراق او سوریه کې د عباسي خلافت واکمنو او په مصر کې د فاطمي خلافت تر منځ ژورو سیاسي شخړو او د مسلمانانو امپراطوریو تر منځ د واک په سر جګړو د حج مراسم د اتو کلونو لپاره وځنډول او په ۹۹۱ میلادي کال کې د حج د ادا کولو مراسم بېرته پیل شول.

• په ۱۸۳۱ میلادی کال کې د حج مراسم له هغه وروسته وځنډول شول چې له هند څخه راغلو حاجیانو له ځان سره د طاعون ناروغي چې هغه وخت په اسیا کې خپره شوې وه، عربستان ته راوړې وه، دې ناروغۍ نېږدې ۷۵٪ حاجیان شهیدان کړل، د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره د حج مراسم هغه وخت وځنډول شول.

• له ۱۸۴۶ څخه تر ۱۸۵۸ دو ځله د حج مراسم وځنډول شول، د کولرا ناروغۍ چارواکي دې ته اړ کړل چې حج وځنډوي. د کولرا ناروغي په ۱۸۴۶ کال کې په مکه معظمه کې له ۱۵۰۰۰ څخه زیات مسلمانان ووژل او د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره هم د حج مراسم وځنډول شول. د کولرا ناروغي دوهم پړاو په ۱۸۵۸ کال کې پېښ شو او بیا اکثره حاجیان د مصر د بحر په څنډو کې په کمپونو کې قرنطین شول.

• دا چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د کرونا وژونکی ساري ناروغۍ ټوله نړۍ نیولې ده او تر اوسه ورته درمل جوړ شوي نه دي، د دې وبا د مخنيوي لپاره بنديزونه اړين دي چې د سعودي عربستان حکومت او نور اسلامي هېوادونه يې ونيسي.

لیکوال: محمد الکوزی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.