The news is by your side.

لمړی وزیر بوریس د کرونا له کبله روغتون کې بستر شو

خبریال ویب پاڼهد بریتانیا لمړی وزیر بوریس جانسن لس ورځيوړانديکرونا وایرس نیولی وو؛ نوموړی نن د دوشنبې په شپه روغتون ته انتقال کړل شو .

که څه هم د بوریس جانسن روغتیا يي حالت ښه ګڼل کېږي؛ خو پر هغه باندي سخته تبه راغلې ده .

بوریس جانسن په داسيوخت کې روغتون کې بستر کېږي چې د هغه (ګلفرینډه) مېرمن چې امیدواره هم ده د کرونا په وایرس ککړه شوې ده .

بریتانیا په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو دی چې تر امریکا ؛ ایټالیا ؛ هسپانیا او فرانسې را وروسته تر نوره نړۍ ډېر کسان کرونا وایرس وژلي دي.

د رسمي شمېرو له مخيپه بریتانیا کې ټول 47,806 کسان په کرونا اخته ديچې 1,559 یې سیریس کنډېشن کې دي او د یکشنبې د شپې تر اعلان شویو ارقامو پوريدلته 4,934 کسان کرونا وژلي دي . له تېرو څلورو ورځو راهیسته په بریتانیا کې د کرونا د وژل شویو شمېر په پرله پسې ډول لوړ خيچې تېرو څلیرویشتو ساعتونو کې دا شمېرو کې څه ناڅه کمی را څرګند شو او د روغتیا ادارې (این ایچ ایس) اعلان وکړ چې تېرو څلېرویشتو ساعتونو کې یوازي‌ 621 کسان وژل شوي دي .

په سلسله والر ډول برانسه په کرونا کې تر بریتانیا وړانديده او هلته 92,839 په کرونا اخته دي او 8,078 کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی .

تر فرانسه بره بیا د امریکا متحده ایالاتو تلفات دي چې په کرونا د ککړو کسانو شمېر یې 334,730 ته رسي او ټول ټال تر دم ګړیه هلته 9,572 کسان وژل شويدي .

کرونا تر امریکا هسپانیا ډېره ځپلې او هلته 131,646 کسان په کرونا اخته دياو له 12,641 کسانو یې ژوند اخیستی دی .‌

دا وخت په ټوله نړۍ کې ایټالیا کرونا ډېره ځپلې ده ؛ خو له تېرو څلېرویشتو ساعتونو را هیسته هلته هم د کرونا د مړینو کچه ټیټه شوې ده . تر دم ګړیه ایټلي کې په کرونا 128,948 کسان ککړ شوي چې 15,887 کسانو یې ژوند له لاسه ورکړی دی .

بریتانیا کې اوس بشپړ ګرزبندیز دی او یوازيد انتهايي ضرورت پر مهال خلک له کوره بهر پرېښودل کېږي .

تر دم ګړیه په ټوله نړۍ کې کرونا وایرس 1,270,756 کسان نیولياو 69,376 یې وژلي دي .‌

د کرونا نه د رغېدلو کسانو شمېر اوس د چاینا په ګډون په ټوله نړۍ کې 261,210 ته رسېږي .

ډا کتران او د روغتیا نړۍ وال سازمان لار ښونه کويچې کرونا جدي وګڼۍ او له کورنو بهر مه وزئ ؛اوس دا حالت د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې اعلان شوی دی .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.