پاکستان کې د طالبانو پراخه غونډه او د نوې جګړې تیاری
خبریال ویبپاڼه – د پاکستان تر ولکه لاندي د جنوبي پښتونخوا په (برښور) سیمه کې وسله وال طالبان راغونډ شوي او د افغان حکومت خلاف یې د نوې جګړې اعلان وکړ.
دې غونډي ته ګڼ طالب چارواکي او جګړه ایز قوماندانان وربلل شوی وو. طالب قوماندانانو په یوه خوله جنګیالي د جګړو کرښو ته وروبلل او ترې ویې غوښتل چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سره جګړه جواز لري او باید پر افغان امنیتي ځواکونو مرګوني ګوزارونه وشي .
په دغه غونډه کې چاته د خبرو د ریکارډولو اجازه نه وه ورکړل شوې ؛ځکه هلته په پراخ تعداد طالب مشران راغونډ شوي وو.
ځینو طالب مشرانو په پټه د ځینو قوماندانانو خبري ریکارډ کړي او خبریال ادارې ته یې را لېږلي دي.
د طالبانو یو تر ټولو جنګي قوماندان پیر اغا چې وړاندي د ختیځو ولایتونو لپاره تنظیمونکی او د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو مسئول وو وايي چې جګړه ختمېدل نه لري ؛ دده په وینا چې تر څو د امریکا یانو او بهرنیانو یو ملګری(افغان عسکر) په افغانستان کې شتون ولري تر هغو به طالبان جګړه کوي .
پیر اغا په هلمند کې د طالبانو د یوه ځواکمن قوماندان ملا منان اخوند مرستیال وو او اوس هم د ملا منان ډېری طالبان د پیر اغا ملاتړي دي.
د پیر اغا د وینا متن :
د کوټي د شورا یوه غړي خبریال ډاټ کام ته وویل چې په دغه غونډه کې طالب مشرانو پرېکړه وکړه چې د زندانیانو تر خلاصون وروسته به سختي جګړې ته دوام ورکوي .
تر دغه غونډه وړاندي هم طالب مشرانو ویلي وو چې په افغانستان کې به جګړې ته دوام ورکوي او هغه غږونه هم خبریال ویب پاڼې خپاره کړي وو.
د یادولو وړده چې نن وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې پر امریکا د د قطر له تړون نه د سرغړاوي تور پوري کړی دی .
طالبانو په خپله وروستۍ اعلامیه کې له امریکا نه غوښتنه کړې چې (۵۰۰۰) زندانیان دي راخوشي کړي او پر طالبانو د ي له بریدونو څخه ډډه وکړي.
که څه هم طالبانو نن دا اعلامیه خپره کړې ؛ خو دغه وسله واله ډله د روان کال د فبروري د ۲۹ نېټې د قطر له تړون وروسته چې طالبانو او امریکا لاس لیک کړ په پرله پسې ډول پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه کوي ؛ خبریال ډاټ کام ته رارسېدليمعلومات ښيي چې ددغو بریدونو سره هم مهاله وسله وال طالبان د یوې بلي جګړې په تابیا هم بوخت دی چې په مسجدونو کې ملا یان او په کلیو کې طالب قوماندانان ځوانان ورته را ټولوي .
تر دې وړاندي هم وسله والو طالبانو ویلي وو چې د افغانستان اوسنی حکومت به په زور ړنګوي ؛ خو د خلکو له سخت غبرګون سره مخامخ شول .
دا هم ولولئ
طالبانو پر چرسو بندیز اعلانکړ خو کوکنار یې آزاد پرېښي
طالب مشرانو اعلان وکړ چې اوسنی نظام باید ړنګ شي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.