د نړۍ په تاریخ کې متفاوت هوټل؛ یوه شپه ۸۴ زره ډالر کرایه
خبریال وېبپاڼه/ په نړۍ کې قیمتي هوټلونه بیخي زیات دي، چې په یوه شپه زرګونه ډالر اخلي، خو د لسګونه زره ډالرو په اړه به مو تر اوسه نه وي اورېدلي، اوس یې واورئ، که حیران شوئ، متن ولولئ او قناعت مو حاصل کړئ.
په مالدیپ هېواد کې داسې یو هوټل دی، چې په یوه شپه ۸۴ زره ډالر کرایه اخلي، ټولو ته جالبه ده، خو راځئ چې پوه شو.
مالدیپ هیواد له ۱۲۰۰ جزیرو څخه جوړ دی. که څه هم د کرونا ویروس له امله په ډېری ځایونو کې یې بندیز لګېدلی، مګر بیا هم د مالديپ ښکلو، ښایسته، آرامو او خوندورو جزیرو ته د نړۍ له ګوټ ـ ګوټ څخه میلیونونه کسان د سیاحت او تفریح لپاره ورځي.
د ۸۴ زره ډالرو هوټل چېرته دی؟
هغه دا دی چې که څوک وغواړي نو په مالديپ هیواد کې بشپړه جزیره د ځان لپاره کرایه کولای شي. تاسې فکر وکړئ، ګردچاپېره شنې اوبه، منځ کې یوه جزیره، د مرغیو شور، د څپو آواز، یخ شمال، خوندور موسم، هر ډول اسانتیاوې، یوازې تاسې او د زړه ملګری/ملګرې او یا کورنۍ مو، خو بیا هم سړي ته پوښتنه پیدا شي، چې ولې ۸۴ زره ډالر کرایه؟
دا جزیره اتهافوشي نومېږي او د مالدیپ یوه خصوصي شرکت پېرلې ده. دا په مالدیپ کې تر ټولو پراخه شخصي جزیره ده. مساحت یې نږدې ۳۲۰۰۰ متره مربع دی، خو په دې ټوله جزیره کې ۳ ودانۍ (مېلمستونونه) دي چې ایله ۲۴ تنه پکې ځاېدای شي.
په دې مېلمستون کې د لمبا حوضونه، د سمندر پر غاړه د خوب ځای او یوه بنګله هم شته. د دې ځای خدمتګار مېلمنو ته لاس په سینه ولاړ وي. مېلمه چې په هوايي ډګر کې ښکته شي، تر دې جزیرې به په کښتۍ کې ۴۵ دقیقې مزل کوي.
په دې جزیره کې د مسلکي آشپزانو پوره ډله ده چې هره ورځ به ستاسې به خوښه خوړه درته پخوي، تر څنګ یې د اوبو کښتۍ، حمام، سینګارتون او د ورزش جیم هم شته، خو سره له دې هم شاید ستاسې قناعت نه وي حاصل شوی، چې د یوې شپې او یوې ورځې کرایه ولې دومره زیاته ده.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.