The news is by your side.

د نړۍ تر ټولو پخوانۍ ۴۵ زره کلنه نقاشي کشف شوه

خبریال وېبپاڼه/ په اندونیزیا کې لرغون پوهانو په یوه سمڅه کې د یوه حیوان انځور موندلی او د نړۍ تر ټولو پخوانۍ نقاشي، چې ۴۵ زره کاله تاریخ لري، بلل کېږي.
دا د سمڅې پر دیوال د وحشي خوګ انځور دی او د نقاشۍ قدیمي بڼه ده چې انسانانو موندلې ده.
دغه رسامي په یوې لېرې پرتې سولاویسي درې کې موندل شوې او دغې سیمه کې د انسانانو د اوسیدونکو لرغونی سند بلل کېږي.
څیړونکي وايي، کومو کسانو چې دغه انځور ایستلی، د اوسنیو انسانانو په څېر متمدن وو او د اوسنۍ نقاشۍ ټول وسایل یې درلودل.
دغه نقاشي د لومړنیو انسانانو د ژوند، ټولنیز جوړښت او طبعیت سره د هغوی د اړیکو په اړه څېړونکو ته ډېر معلومات ورکوي.
دا نقاشي کولی شي د لومړني انسان د ژوند او د هغه تکامل په اړه نور جزییات هم وړاندې کړي،
دغه خوګ په خپله طبیعي اندازه رسم او رنګ شوی دی، چې څلور پنځوس سانتي متره لوړوالی او یو متر او دري دېرش سانتي بر لري.
د دې خوګ ترڅنګ د دوه نور کوچني خوګان هم رسم شوي، چې د دېوال د ځینو برخو د ویجاړېدو له امله زیانمن شوي دي.
د ستر خوګ شاته د انسان د دوو لاسونه انځورونه هم لیدل کېږي او په قرمز رنګ باندې ډیزاین شوي دي..
له دې وړاندې په فرانسه کې د شووه په نوم د یوه خوګ رسامي تر ټولو زړه نقاشي بلل کېده، چې له دېرش تر دوه دېرش کاله پورې تاریخي قدامت لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.