The news is by your side.

افغان زغفرانو نړۍ کې لومړی مقام خپل کړی

خبریال ویبپاڼه/ افغانستان چې خلک يې تر ډیره بریده په کروند بوخت او له دې لارې خپلې عایداتي منابع ترلاسه کوي په دې وروستیو کې د نویو بوټو کرلو ته مخه کړې

په افغانستان کې د زعفرانو کر کیله له نویو کرنیزو چارو څخه شمېرل کیږي چې اوس د افغانستان په زیات شمېر ولایتونو کې کرل کیږي او کروند ګر ورڅخه ښه حاصل اخلي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویلي چې د زعفرانو د ذایقې نستیتوت له لوري د ذایقې برخه کې افغان زعفرانو لومړی مقام خپل کړی دې ادارې افغان زعفرانو ته د ښه خوند له مله لومړی مقام ورکړی.

د ذايقې نړیوال انسټیټیوټ چې یو معتبر انسټیټیوټ دی، په ۲۰۰۳ میلادي کال کې په بلجیم کې جوړ او تر اوسه یې په نړۍ کې بېلابېل خوراکي توکي د خوند يا ذایقې له پلوه ارزولي دي.

د افغانستان زعفران چې کله کرکیله افغانستان کې پیل سوې له هغې ورځې په دې خوا ښه نوم او مقام لري دا لومړی ځل نه دی چې دا زعفران په نړیواله توګه لومړی مقام نیسي تر دې وړاندې هم افغان زعفرانړ لله ښه نومه برخمن وو.

افغان زعفران چې د افغانستان د هرات ولایت تر څنګ اوس په یو شمېر ولایتونو کرل کیږي خلکو ته خورا ښه عایدات برابروي او له دې لاري خپلې کورنۍ ساتي.

د زعفرانو د کرکېلي  لومړنۍ کروندې د افغانستان او ایران په ځمکه وه. خو ځینې داهم وایې چې زعفران په اصل کې د مدیترانې له سیمې څخه دی او ځینې بیا د زعفرانو اصلي مخینه نامعلومه ګڼې.

زموږ په هېواد کې د زعفرانو د تاریخي مخینې سربېره، هېواد کې د زعفرانوکرکېله په ۱۹۹۱ یم کال کې پیل سو، کله چې کډوال له ایران څخه بیرته راستنه سول د غوریان په ولسوالۍ کې یې د زعفرانو کښت پیل کړ خو په رسمې توګه زعفرانو کرکېلي ته د بزګرانو هڅول او ملاتړ په ۱۹۹۸ م کال کې پیل سو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.