The news is by your side.

په لومړي ځل پاکستان راشد خان ستايلی

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم د پاکستان د کرکیټ مبصرینو او مینه والو د کرکیټ لسیزې د غوره لوبغاړي په توګه د راشد خان له اعلانېدو سره مخالفت ښودلی و، خو تازه د پاکستان کرکیټ بورډ راشد خان ستایلی دی.

دا لومړی ځل دی، چې پاکستان د افغان کرکیټ وتلی لوبغاړی راشد خان ستایي، سره له دې چې تر دې وړاندې ډېری هېوادونو د خان وړتیا ستایلې وه.

پاکستان کرکیټ بورډ د راشد خان د یوه انځور په خپرولو ویلي چې، د پاکستان سوپر ليګ کې د کرکیټ نړۍ د شل اوريزو لوبو د لومړی نمبر توپ اچوونکي راشد خان په لوبېدو سره به دا ليګ لا په زړه پوری شي.

موده وړاندې د کرکټ نړيوالې شورا افغان لوبغاړی راشد خان د شل اوريزو لوبو لومړی نمبر توپ اچوونکي د يوې لسيزې غوره لوبغاړی او د کرکیټ د لسيزې غوره لوبډلې لوبغاړی اغلان کړ، خو د پاکستان ملي لوبډلې هيڅ لوبغاړی د کرکیټ نړيوالې شورا درجه بندۍ کې رانغی.

 د پاکستان کرکیټ مبصرينو او مينوالو هغه وخت د کرکټ نړيواله شورا په توپيري چلند تورنه کړه او افغان راشد خان يې د دا ډول مقامونه وړ نه وو بللی.

اوس چې راشد د پاکستان سوپر ليګ کې لاهور قلندر لوبډلې په لوړ قيمت واخيست او راشد خان هم ياد ليګ سږ کال لوبېدو خبر ورکړ، له هغه را وروسته د پاکستان کرکیټ بورډ او مبصرينو خان ستايلی دی او ويلي یې دي چې د راشد خان په لوبېدو سره PSl ليګ لا په زړه پورې شي.

پاکستان حتی په لوبه او لوبغاړو کې هم خپلې ګټې لټوي، کله چې راشد خان له دوی سره نه لوبېده، ستاینه یې نه کوله، خو اوس چې د پاکستان سوپر لیګ کې لوبېږي، ورسره سم یې مدحې پیل شوې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.