The news is by your side.

کبان څنګه خوب کوي؟

دا چې ماهیان چیري څه ډول ویده کیږي دا پوښتنې به له ډیرو خلکو سره وي، خو دلته به ولولئ چئ هغوی څه ډول ویده کیږي د کب په اړه خوب وړونکي او  جالب  حقایق

ښايي ماشومان له تاسو څخه وپوښتي چې کبان څنګه ویده کیږي؟ تاسو فکر کوئ چې کبان هر وخت ویښ او بیداره وي او هغوی هیڅ وخت نه ویده کیږي؟ کچیري هغوی ویده کیږي چیري او په څنګه ځای کې ویده کیږي؟

نژدې ټوله حیوانات ویده کیږي ځکه چې خوب د هغوی د بدن د تازه والي او ذهن لپاره خورا مهم دی انسانان د خوب کولو لپاره تر هرڅه لومړی خپلې سترګې پټوي او وروسته بغیر له کوم حرکته همداسې پاتي کیږي او په دې هیڅ نه پوهیږي چې د ده په شاوخوا کې څه پیښیږي، د هغوی تنفس کم کاري کیږي او ډیری کسان دومره دروند خوب لري چې خوب يې خورا ډیر وخت نیسي

خو ماهیان سترګې نه پټوي او اړتیا هم نلري ځکه چې تر اوبو لاندې هیڅ ګرداو غبار نسته خو بیا هم د سترګو د نه پټولو په صورت کې هم  دا حیوانات کولای سي چې ویده سي د هغوی له ډلې څخه ځینې یې د ورځې ویده کیږي او د شپې له خوا بیداره وي همداشان لکه موږ انسانان.

څنګه وپوهیږو چې د کب د ویده کیدلو وخت دی؟

لومړی دا چې کبان په داسې حال کې چې د سمندر په پوړ کې یا سطح ته نږدې بې حرکته موندل کیږي، هغوی چې کله ویده وي نسي کولای شاوخوا حالت څخه خبر و اوسي  کله چې د خوب پر مهال د هغوی تنفس ته ځیر سئ نو وبه پوهیږۍ چې هغوی په سختۍ سره ساه اخلي کوم کسان چې په خپلو کورنو اکواریم یا د ماهي ساتلو ځای لري کله چې د شپې ګروپونه ګل کوي باید دې ته متوجې سي چې کبان يې د وړاندې په څبر فعاله نه دي.

که چیري تاسو د شپې په نیمي کې څراغونه روښانه کړۍ وبه وینئ چې ماهیان په رښتیا سره ویده دي

په دې هکله یو شمېر څیړونکو د شپې تاریکۍ کې د کبانو په هکله د خپلو  څیړونو په پایله کې ویلي چې د شپې لخوا کبان بیداره وي خو هیڅ فعالیت او حرکت نلري.

چې کیدلای سي ښايي تاسو هغه د یوه خوب وړي کب په توګه وپيژنئ، د سمندر په هغه ځایونو کې چې د لمر وړاندې نه وي، له همدې امله ، د کب د بدن ریتم د سمندر سطح سره د اوبو سطح ته په نږدې توپیر لري.

ډيری کبان لکه شارک او نورو باید لامبو ووهي چې له دې لارې کولای سي تنفس وکړي ډیری کبان چې  دلفین يې هم په  ډله کې راځي د خوب پر وخت یې یوازي نیم مغز ویده او نیم يې بیداره وي.

طوطي ډوله کبان کله چې شپه په خپل شاخوا یو ډول بغلم لرونکي ماده جوړوي چې چسپانکه کڅوړې ته ورته وي او پر ویده کیږي چې د خطر د رامنځ ته کولو په وخت کې ورسره مرسته کوي

تر ټولو حیرانوونکي خبره داده چې کبان هم کولای سي د انسانانو غوندي خوب وویني، همدا پکښي د حیرانتیا خبره ده چې کبان خوب ویني خو داسې مهم سند نسته چې له مخې يې دا خبره کره سي څیړونکو د حیواناتو د خوب په هکله په نورو حیواناتو هم څیړنې کړې چې ډیری يې د خوب پرمهال رنګ هم بدلوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.