د اوربند لپاره د طالبانو اصلي شرط په ډاګه شو
خبريال وېبپاڼه/ ډېره موده کېږي چې په دوحه کې بين الافغاني خبرې پيل شوې دي او د افغان حکومت د استازو هڅه روانه ده ترڅو لومړی اوربند یا اورکم ته قانع کړي او پسې مذاکراتو ته دوام ورکړي او بلاخره په افغانستان کې دا خونړۍ جګړه پای ته ورسېږي.
په بين الافغاني مذاکراتو کې دواړه لوري هڅه کوي چې د اجنډا او بحث لپاره اصلي موضؤع ګانې مالومې کړي او وروسته په دې موضوعاتو بحث وکړي او یو بل سره قانع کړي چې دواړه لوري يو د بل لپاره ځينې انعطافونه وښيي.
طالبان اوربند وروستی کار بولي
طالبان په دې اند دي او د ځينې وياندويانو او هغه کسانو چې ددوی سره نېږدې اړيکې لري له څرکندونو دا ښکاري چې دوی غواړي لومړی په ټولو مسايلو توافق ته ورسېږي او وروسته اوربند وکړي.
خو اوربند هغه څه دي چې افغانان ورته عاجله اړتیا لري، ځکه په دې جګړه کې هره ورځ په لسګونو افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، د ګڼو کورنيو ژوند تیاره کېږي د خلکو هيلې او ارمانونه له منځه ځي.
خو طالبان په دې پوهېږي چې ددوی په لاس کې همدا جګړه پاتې ده، که دا ودروي نو کېدی شي د خبرو په مېز باندې ډېر کمزوري ښکاره شي.
اوربند څه وخت کوي؟
طالبان داسې پلان لري چې لومړی د افغانستان د حکومت له استازو سره د حکومت د جوړښت په هکله خبره نهايي کړي، يانې لومړی باید د حکومت شکل او په حکومت کې د مشر ټاکلو سيستم او ددوی ونډه مالومه شي، له دې وروسته دوی تيار دی چې پر اوربند باندې جدي غوړ وکړي.
طالبانو ته نېږدې سرچینې په دې اند دي چې طالبان غواړي لومړی د افغان حکومت د استازو سره د حکومت خبره يوه طرفه کړي او دوی پکې خپل ونډه ګرنټي او تضمين کړي او وروسته بيا د اوربند په مسله باندې خبرې وکړي.
اخر هم د چوکۍ خبره
طالبان که هرڅومره په خوله خدای او رسول ياد کړي خو په حقیقت کې د مطلب خبره بيا هم واک او چوکۍ ده، تر هغه چې طالبان د افغان هيئت سره د چوکۍ په هکله يوې پايلې ته ونه رسېږي نو د اوربند خبره هم نه مني.
دوی ته د افغانانو مرګونه او جګړه عامه خبره ده، دا شل کاله کېږي افغانان هم د ددوی په چادونو، هم د نړيوالو په بمباریو او هم د افغان حکومت په توپونو او بمباریو کې په شهادت رسول کېژي، خو د افغان انسان ژوند چاته ارزښت نلري، افغان حکومت خو اوس هغه کسان هم مجازات کوي چې د ملکي وژنو یادونه وکړي بهرنيان خو هسې چاته حساب نه ورکوي او طالبان چې څوک پخپلو بريدونو کې ووژني نو صرف دا خبره کوي چې لږ شيشې ماتې شوې دي په هغوی لږ خلک خوږ شوی نور هېڅ خبره هم نه ده.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.