The news is by your side.

د نجونو د زړه ګټلو 5 ساده لارې!

خبریال وېب پاڼه/ د نجونو د زړه ګټل کوم اسانه کار نه دی او زیاتې هڅې ته اړتیا لري او په تېره بیا د مغرورو نجونو د زړونو ګټل خورا سخت کار دی.

په دې لیکنه کې به ځینې ساده لارې چارې چې د جونو زړونه پرې خپلولی شﺉ در زده کړو.

لومړی: پر ځان باور ولرﺉ. د مغلورې یا هر ډول مزاجې نجلۍ د زړه ګټلو لپاره لومړی باید تاسې پر ځان باور ولرﺉ او زړور اوسﺉ. جونې معمولاً هغه هلکان خوښوي چې پر ځان باور یې لوړ وي او زړور وي. که پر ځان باور مو په ټیټه کچه کې وي تمرین وکړﺉ او هڅه وکړﺉ چې باور مو پورته شي. که پر ځان باور ونه لرﺉ نو د خپلې خوښې یا بلې نجلۍ زړه خپلول به درته ګران وي.

دویم: په ظاهر کې خپل ځان ته ارزښت وښیﺉ! یو څه چې نجونې زیات اهمیت ورکوي هغه د هلک ظاهرې بڼې ته په کتو ده، چې هغه ورسره په اړیکه کې ده. خپل وېښته مو منظم وساتﺉ او مناسب کالي واغوندﺉ. او په ټوله کې هر هغه څه چې ستاسې د ظاهرې بڼې په ښکلا او منظموالي کې رول لري، مراعت کړﺉ، په دې توګه به تاسې هغه څوک اوسﺉ چې د نجلۍ زړه ګټل به درته آسانه وي.

درېیم: سخت او جدي مه اوسﺉ! لازمه نه ده چې تاسې د جونو پر وړاننې سخت او جدي چلند وکړﺉ او په دې توګه هغوی ته ځان لوړ وښیﺉ. ځکه بیا د جونو په نظر سخت او بد چلندی ښکاره کیږي. د جونو په مخامخ کې په حد کې خبرې او چلند وکړﺉ که نه نو بیا به هغوی ته بې ادبه او بد اخلاقه ښکاره شﺉ.

څلورم: په خپله واقعي بڼه اوسﺉ! څه ډول چې یﺉ هماغه ډول اوسﺉ، مهمه نه ده چې تاسې د نجونو د زړه ګټلو لپاره خپل ځان بدل کړﺉ او د یو بل چا په رول کې ځان ښکاره کړﺉ، ولې چې هر وخخ کېدی شي تاسې هغوی په خپل شخصیت مو ښکاره شﺉ او که نجلۍ پوهه شي چې تاسې د ښه ښکاره کېدلو لپاره د بل چا تمثیل کړی نو تاسې به یې بېرته زړه وبایلﺉ.

پنځم: د نجلۍ په اړه مو خپل ښه نظر بیان کړﺉ! جونې خوښوي چې د هغوی په اړه څوک څه نظر لري او ورته یې بیان کړي شخصاً ستاسې نظر ډېر اړین دی. سره له دې له نجلۍ سره د خبرو په وخت کې خپل نظر ورته ووایﺉ او ځانګړنې یې بیان کړﺉ او ستاینه یې وکړﺉ خو دا هر څه باید له حد زیات نه وي. که څه هم جوني خوښوي چې ستاینه یې وشي خو له حده زیاته ستاینه ستاسې نادیده توب او لېونتوب بولي او بې حوصلې کیږي.

دا هغه ساده لارې وې چې ممکن تاسې پرې د جونو زړونه خپل کړﺉ!

آمنه عزیزي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.