کونړ کې د ځنګلونو د ساتنې او پراختیا هڅې ګړندۍ شوې

خبریال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې خبریال وېبپاڼې د کونړ لرګو د قاچاق او وهلو په تړاو پرله پسې دوه راپورونه خپاره کړل، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې په یاد ولایت کې د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې لپاره هڅې چټکې شوې دي.

د یاد وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د کونړ د کرنې ریاست چارواکو له قوله راغلي، چې د دې ولایت د ځنګلونو د بیارغونې، پراختیا، خوندیتوب او ترڅنګ یې د  ابرېزو او د نیالګیو د تولید او وېشلو برخه کې ګڼ پراګرامونه پلي کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو پروګرامونو کې منډه کول او سالار باغ قوریو کې چې ۱۰۶زره نیالګي وېش ته چمتو شوې وه، ۹۶زره نیالګي یې پر ملکي او نظامي ادارو، ټولنو او د ځنګلولی پر کمېټو وېشل شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله، د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۷زره او ۱۷۰ چهارمغز نیالګیو اېښودنه، د اوبو کوچني حوضونه او چکډمونه جوړول، د توافقي او تکثیري قطعاتو اېښودل، د ځنګلولی ۶۴ټولنو ته د جوازلیکونو ورکړه، خلکو ته عامه پوهاوی او ګڼې نورې چارې هغه څه دي، چې په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د ځنګلونو د ساتنې او پراختیا لپاره ترسره شوي دي.

سرچینه کاږي، چې د کونړ د کرنې، ریاست لخوا د دې ولایت د ځنګلونو، څړځایونو او طبیعي سرچینو د ساتنې، رغونې او پراختیا په موخه هڅې کړندي شوي تر څو یادې برخې ته لا پراختیا وکړي.

د سرچینې په وینا، د کونړ دکرنې ریاست د سیمې اوسیدنکي، بزګران، مالداران او کوچیان هڅوي ترڅو پخپلو سیمو کې د طبعي ځنګلونو، څړځایو او دولتي ملکیتونو ساتنه وکړي او دغو سرچینو څخه په قانوني توګه ګټه پورته کړي.

تر دې وړاندې خبریال وېبپاڼې د کونړ ځنګلونو د قاچاق او وهلو په تړاو دوه راپورونه خپاره کړي وو او د دې لامل شول، چې مسوولین د دغو ځنګلونو د ساتنې هڅې پراخې کړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More