The news is by your side.

کرکیټ؛ افغانستان ايرلينډ ته ماتې ورکړه

خبریال وېبپاڼه/ د افغانستان او ايرلينډ ترمنځ د د درې يو ورځنيو لوبو ترسره کېدونکې سيريز څخه وړاندې پنځوس اوريزه تمريناتې لوبه ترسره شوه، چې افغانستان پکې ايرلينډ ته په ٢٢ منډو ماتې ورکړه.

ياده تمريناتي لوبه کې لومړی توپوهنه افغان لوبډلې وکړه چې پنځه څلوېښتم اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو٢٦٣ منډې جوړې کړې. افغانستان ته توپوهنه کې درې لوبغاړو نيمه سليزې جوړې کړې، حشمت الله شاهدي ٦٠،رحمن الله کربز ٥٩ او نجيب الله ځدران ٥٣ منډې وکړې.

ايرلنيډ د افغانستان د ياد هدف په تعقيب کې په پنځم څلوېښتم اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢٤١ منډې جوړې کړې، چې د ايرلينډ توپ وهوونکو له ډلې ټيکټور ٤٢ او کمپهر هر ٣٩ زياتې منډې وکړې؛ خو لوبډله يې بريا ته ونه شوه رسولای او ياده تمريناتي لوبه کې يې د افغانستان ٢٢ منډو ماتې ومنله.

په دې لوبه کې افغانستان ته په توپ اچونه کې سيد شيرزاد او شرف الدين اشرف هر يوه درې درې وېکټې ترلاسه کړې.

ټاکل شوې د افغانستان او ايرلينډ ترمنځ به د رسمي درې يو ورځنيو لوبه سريز به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پېل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.