The news is by your side.

په بدن کې د اوسپنې د کموالي ۶ نښې نښانې

خبريال وېبپاڼه/ اوسپنه یو د هغه حياتي منرالونو څخه ده چې زموږ په بدن کې د ژوند لپاره ترټولو اړين کارونه په مخ وړي او يا يې هم په مخ ته وړلو کې مرسته کوي.

هېموګلوبین چې زموږ د وینې سرو کروياتو ته سور رنګ ورکوي پخپل جوړښت کې اوسپنه لري او که دا اوسپنه کمه شي نو بيا همدا وينه نشي کولی چې د سږو څخه اوکسيجن ترلاسه او د نور بدن ته ورسوي.

په بدن کې د اوسپنې د کمېدو نښې نښانې

کله مو چې په بدن کې اوسپنه کمه شي نو بدن به مو تر پخوا ډېر ستړي وي، نه يوازې چې ډېر به ستړي او ستومانه ياست بلکې د لژ اندک فزیکي کار سره به فوراً ستړي کېږی او نشی به کولی چې زيات کار وکړی، په ټوله کې به ځان ستری او خسته احساسوی.

په بدن کې د اوسپنې د کم والي یوه بله نښه هم داده چې د تمرکز قوه کمېږي، هغه کسان چې په بدن کې يې اوسپنه کم وي په سختۍ د يوې مسلې بنسيزو جزياتو ته متوجه کېږي، دا ډول کسان د تمرکز له ستونزې سره مخ وي او نشي کولی چې د لږ زيات وخت لپاره خپل فکر په یوه ټکی راټول کړي.

هغه کسان چی د اوسپنې کم والی لري په عین حال کې ډېر ژر په غوسه کېږي او خپله حوصله له لاسه ورکوي، د غوسې په وخت کې پخپل ځان کنټرول نلري او یو ډول د لړزې سره مخ کېږي.

د اوسپنې د کم والي يوه بله نښه هم د سر ګرځېدل يا د سر درد دی، کوم کسان چې پخپل بدن کې د اوسپنې د کم والي سره مخ شي د سر له درد او يا هم د سر له ګرځېدو څخه زیات سر ټکوي.

په بدن کې د اوسپنې د کم والي یوه بله د پام وړ نښه هم داده چې نوکان او وېښتان خپل قوت له لاسه ورکوي او ډېر ژر په اسانۍ سره ماتېږي.

هغه کسان چې په بدن کې يې اوسپنه کم شوې وی د ځينو ساده جلدي ستونزو سره هم مخ کېږي، په ځانګړي ډول دا کسان د خپل پوستکی له وچ والي څخه شکایت کوي.

کوم شیان مو مرسته کولی شي

که په خپل بدن کې د اوسپنې له کم والي سره مخ ياست نو پيل له هغه خوړو کولی شي چې د اوسپنې له اړخه بډای دي.

د مثال په ډول د سرې غوښې څخه ګټه اخيستلای شئ، په سره غوښه کې اوسپنه په کافي ډول اوسپنه شته ده، د غوښې ترڅنګ د نخودو څخه هم ګټه اخيستلای شئ، شات، انګور او د زردالو کښتې هم د کم خونۍ په رفعه کولو کې مرسته کولي سي.

که کم خونی مو ډېره زياته کوي بيا مو بايد يو متخصص ډاکټر ته مراجعه وکړي او په عین زمان کې د اوسپنې د تقویې درمل هم واخلئ.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.