The news is by your side.

پاکستان: د نيول شوي الوتکي لپاره چاندې پيل شوي

خبريال ويبپاڼه /له نن څه پوره څلور ورځي وړاندي د ماليزيا هيواد له پاکستان څخه د ۱۴ ميليونه ډالرو قرض په بدل کې د پې ای اې ۷۷۷ ډوله بويينګ الوتکه برمته کړه.

که څه هم دغه خبر د ټوله رسنيو د خبرونو سر ټکی خو په تيره بيا په ټولنيزو رسنيو کې نه يوازي دا چې ګرم بحث پري جوړ وو بلکي ګڼو د ټولينزو رسنيو کارونکو پاکستان ته د پيغور په ډول ويل چې پاکستان دې ددې پر ځای چې په ترهګرو روپې ولګوي بلکي خپل پورونه او قرضونه دې ادا کړي.

دا دی له څلورو ورځو راهسي پاکستان لا هم خپله الوتکه له ماليزيا هيواد څخه نه ده خلاصه کړي.
بلکي اوس ډيريو پاګستاني فعالانو ددې الوتکي د خلاصون په موخه چاندي پيل کړي دي.
دغه چاندي په څو لارو را غونډيږي . چې يو له هفو څخه يې د موبايل پا ډيجيټل سيسټم له لاري د خپل وسې مطابق روپۍ جمعه کول دي.

او ځينو نورو خو لا ددا هم په لويو لارو ولاړ د الوتکي لپاره چانده کوي کټ مټ هغسي کوم ډول چې چڼي د جومات يا مدرسي لپاره چانده کوي.

بايد وويل شي چې د پاکستان د دولتي شرکت بوينګ ۱۰ نوري الوتکي د قرضونو له امله په خطر کې دي.

څلور مياشتي مخکي د پيسو د سپينولو نړيوالي ادارې په يوه راپور کې ويلي وو چې پاکستان څه لاندي ۱۷۳ تريلينه قرضداره دی. چې که د پاکستان اقتصادي حالت همداسي روان وي شايد هيڅ کله يې پوره نه کړي.

که څه هم پاکستان په پراخه کچه قرضداره او پوروړی هيواد دی خو بيا هم دغه هيواد د ترهګرو له تمويل او مرستې څخه لاس نه اخلي.

ددې هيواد تر اويا سلنه زياته بوديجه په پوځ او اسختباراتو لګيږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.