The news is by your side.

که عرب مېرمنې دا کار وکړي، سمدلاسه يې خاوند طلاقوي

خبريال وېبپاڼه/ په‌ دې ليکنه کې د نړۍ د سراسر څخه درته جالب رواجونه او دې ورته نور معلومات درسره شريکوو.

لومړی به د عربو مېرمنو د سخت ژوند په هکله يوه خبره درسره شريک کړو، د عربي رسنیو د مالوماتو له مخې که په سعودي عربستان کې یوه مېرمن د خپل خاوند لپاره قهوه جوړه نکړي نو دا د هغه د طلاق سبب کېدی شي.

د انسان پوستکی هغه څه چې د انسان د بدن د بيروني ګواښونو څخه ژغوري او د بدن د تودوخه په متوسط ساتلو کې ستر رول لري، خو پوهېږئ يو انسان پخپل ټول عمر کې ۲۲ کيلو ګرامه پوستکی تويوي.

په خپل کور کې به د ځینې معمولي ګردونو څخه ډېر په تنګ ياست خو پوهېږئ دا ډېری ګردونه له کومه کېږي، د يوې څېړنې په بنسټ په کور کې موجود ډېری ګردونه د انسان د پوستکي تويې شوې مړې حجرې دي.

انسانان په ورځ کې څو ځله پخپلو کې کور+ والی کولی شي، په نړۍ کې اوسط په ورځ کې نه په اونۍ کې دوه ځله دی، خو پوهېږئ زمريان کولي شي په ورځ کې ۵۰ وارې کور+ والی وکړي.

ډېری کسان سهار د را پاڅېدو سره سمدستي يو ګيلاس قهوه څښي تر څو خوب یې ولاړ شي او د ورځې پيل ته تيار شي خو پوهېږئ څېړنې بيا څه وايی د څېړنو په بنسټ د سهار له لوري یوه مڼه خوړل د قهوې څخه زيات ستاسې خوب تښتوي او د ورځ لپاره درسره زياته مرسته کوي.

نن سبا کې ډيري کسان هغه نجونې خوښوي چې زېړ وېښتان ولري، البته دلته مطلب پوره زېړ وېښتان نه دي، بلکې لکه بازاري حلوا ډول ویښتان، خو باور مو کېږي ساينس وايي چې د ژېړو وېښتانو لرونکو ښځينه و په بدن د نورو وېښتانو لرونکو مېرمنو څخه زيات وېښتان شتون لري.

انسان په معجزوي ډول خلقت شوی دی، د انسان د بدن ترټولو معجزوی غړی بیا معده ده، پوهېږي معده تر یوې فابرېکې کمه نه ده، د انسان معده په دوو اونيو کې يو ځل خپله داخلي پرده نوې کوي که نه د خپلو تېزابو په واسطه خپل ځان له منځه وړلی شي.

شات به مو زیات خوښېږي، خو پوهېږئ طبيعي شات څومره په سختۍ سره راټول شوي دي، یوه مچۍ ددې لپاره چې نيمه کيلو شات وکړي د دوه ميلونه ګلانو څخه د هغوی شيره راټولوي.

د بادرنګو سره به کم خلک مینه نلري، کله چې په بادرنګ درته مالګه واچول شي نو بيا یې خوند تر ډېرو خوړو او مېوو ښه دی، پوهېږی د بادرنګو ۹۶ سلنه برخه اوبه دی.

فکر مو کړی کله چې مړه کېږی نو د ټول بدن غړي مو ودري او پدې ډول خپل ژوند له لاسه ورکوی، خو پوهېږئ په موقتي ډول د پرنجېدو په وخت کې د يوې شېبې لپاره ستاسې د بدن ټول فعاليتونه ودري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.