The news is by your side.

د کرونا محدویتونه، ټرمپ يې لغوه کوي، بایډن يې نه

خبریال ویبپاڼه/ یوازي یو ورځ پاتي ده چې ټرمپ به د جمهوري ریاست څوکۍ څخه لیري او پرځای به يې د امریکا نوی منتخب ولسمشر جو بایډن په خپله دنده پیل وکړي.

امریکا تر ټولې نړۍ  کرونا ځپلې او تراوسه يې  لکونه انسانان په دې هېواد کې وژلي او میلیونونه انسانان لاهم په دې ناروغي مبتلا سوي اوس داسې ویره ده چې ښايي د کرونا نوی ډول هم په امریکا کې خپور سي چې یو لوی ګواښ کیدلای سي.

جوبایډن ویلي چې له بریتانیا برازیل او اروپا سره مسافرتي بندیزونه باید دوام ولري او لیري دي نسي خو ډونالډ ټرمپ ویلي چېط د جنورۍ تر ۲۶ نېټې دي دا ټول محدودیتونه لیري او حالت دي عادي سي.

د بایډن یوې ویاندې جن ساکي ویلي چې  دا مناسبه نه ده چې اوس دي د کرونا په وړاندې محدویتونه لیري خو د ټرمپ دا فرمان به د نوي حکومت په شپږمه ورځ پلی کیږي خو دا څنګه به سي مالومه نه ده.

امریکا دا مهال کرونا سخته ځپلې او تر ۲۴ میلیونه زیات امریکایان په دې ناروغۍ باندې مبتلا سوي، چې له شمېرې څخه يې ۴لکه اته زره کسان وژل سوي او هره شېبه لاهم د دې امکان سته چې دا شمېره زیاته سي.

تراوسه پوري امریکا د کرونا په وړاندې د پام وړ ګام نه دی اخیستی چې دا ناروغي کابو کړي او تلفات لږ کړي، جو بایډن لا له وړاندې پر ټرمپ نیوکې کړې وې چې امریکا يې د کرونا په وسیله بحران ته ورسوله.

تراوسه پوري بایډن د کرونا په هکله څه نه دي ویلي خو سبا هغه واک ته رسیږي نو وبه کتل سي چې نوموړی له کرونا سره او کرونا ته ورته نورو موضوعاتو سره چې باید په اړه يې سمې پریکړي وکړل څه کوي؟

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance