The news is by your side.

د ۱۷ ډوله غوښې بوديجه

خبريال وېبپاڼه/ د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ د بوديجې د منلو او نه منلو ناندرۍ روانې دي، حکومت اسرار کوي چې همدا وړانديز شوې بوديجه بايد ومنل شي خو ولسي جرګه وايي چې وړانديز شوې بوديجه کې نور ملت په پام کې نه دی نيول شوی او غوښنه برخه کې پکې لوړ پوړو چارواکو ته ځانګړې شوې.

۱۷ ډوله غوښه

د ولسي جرګې یو وکيل د حکومت له لوري د وړانديز شوې بوديجې په هکله وويل چې دا بودیجه کاملاً نا عادلانه ده او په هېڅ ډول به یې دوی ونه مني.

د ولسي جرګې وکيل خان اغا رضايي پخپل ټویټر کې ليکلي دي چې د حکومت له لوري په وړانديز شوې بوديجه کې ۱۷ ډوله غوښه هم شتون لري.

د ولسي جرګې دا وکيل زياتوي چې بودیجه بايد افغانستان د خلکو د اقتصادي وضعيت په پام کې نيولو سره تياره شي، اوس خو حکومتي لوړ پوړو چارواکو ځانته په ميليارډونو روپۍ وړانديز کړې دي, ۱۷ ډوله غوښه یې ځان ته په نظر کې نيولې ده او د افغانستان خلک د سهار او بیګاه نلري.

د فساد دوام

د ولسي جرګې غړی رضايي وايي چې حکومت بيا د ۹۱ او ۹۲ کوډ لپاره ۱.۸ ميليارده افغانۍ ځانګړې کړې دي، د رضايي په وينا چې دا بودیجه د ۹۱ او ۹۲ کوډ لپاره غيرې قانوني ده او هېڅ ډول قانوني بنسټ نلري، د رضايي په خبره چې دې کوډونو ته دا بوديجه د قانون خلاف ده د بوديجې د اصول نامې خلاف ده.

حکومت همدار راز ۱,۱ ميليارده افغانۍ بيا د دسترخوان د خرچ، د کور د کرايو داو ټيمی ملګرو د خوشحالۍ لپاره وړانديز کړې ده.

حکومت په بيا د ۹۱ کوډ او حکومتي لوړ پوړو چارواکو د عيش او عشرت لپاره په بېلابېلو نومونو بيا د ميلياردونو افغانیو غوښتنه په داسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې په دې بوديجه کې د لوی فساد او چور راپور خپور شو خو حکومت ورباندې غوږ ونه ګراوه او اوس یې نیت دی چې دا ځل به د ملت نيمه خزانه هم خالي کوي.

حکومت د ولسی جرګې شکایت کوي

د بلې خوا بيا حکومت د ولسي جرګې څخه شکایت کوي چې د بودیجې د نه تصويب له کبله يې ددوی کارونه فلج کړي دي.

حکومت وايي د ولسي جرګې د وکيلانو وړانديزونه د عملي کولو نه دی او دوی نشي کولی په بيا بيا بودیجه دوی ته وړاندې کړي.

په وکيلانو تورونه

ځینې کسان بيا وکیلان تورنوي او وايي چې دوی شخصي غوښتنې لري او له دولت څخه غواړي چې دا غوښتنې يې ومني نو وروسته به دا بوديجه تصويب کړي.

وکيلان بيا دا ډول خبرې په کلکه ردوي او وايي چې ددوی اصلي موخه د معاشونو برابروالی او د افغانستان د موجودو شرايطو سره د مناسبې بودجې ټاکل دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.