د زړه د روغتيا لپاره دغه ۵ خواړه همدا نن پرېږدئ
خبريال وېبپاڼه/ زړه مو د بدن ترټولو مهم غړی دی، په بدن کې مو نور غړي هم شته دي چې اهمیت يې زيات دی خو زړه بيا ترټولو بېل ځاي لري په زړه کې رامنځته کېدونکې هره ستونزه ټول بدن ته ډېر شديد زيان لري.
له همدې د زړه د روغتيا په برخه کې بايد بې غوري ونشي او ترټولو زيات پام د زړه روغتيا ته وشي.
لکه څنګه چې پوهېږو چې روغتيا مو په لوړه کچه په هغه څه چې خورو او په هغه څه کې کوو یې پورې اړه لري له همدې کبله خپلو خوړو ته پام کول او سم او روغ خواړه غوره کول د انسان څخه نيمې ناروغۍ لرې کوي.
بسته بندي شوې غوښې
کېدی شي دا ستاسې لپاره اسانه وي چې ولاړ شي او د مارکېټ څخه بسته بندي شوې يا پاکټ شويو غوښو څخه یو پاکټ راواخلئ په کور کې يې ګرمه کړئ او نوش جان يې کړئ، خو پام چې دا کار مو د زړه د روغتيا لپاره په لنډ وخت کې لویه ستونزه جوړوي، په دې ډول خوړو کې سوډيم نيترات شتون لري چې د خرابۍ مخه یې ونیسي خو پخپله بيا نيترات د زړه د روغتيا لپاره ډېر لوی ګواښ جوړوی.
د يوې خوا مو سوډيم فشار لوړوي چې دا مو هم د زړه روغتيا ګواښي او د بلې خوا مو نېټرات التهاب په بدن کې زياتوي چې دا ان د رګونو تر بندېدو پورې رسېدلی شي.
د دسترخوان په سر مالګه هغه څه دي چې ستاسې روغتيا تر بل هرڅه زياته ګواښي، دا ډول مالګه مو نه يوازې د زړه په رنځ اخته کوي بلکې د بدن نورو غړو لکه پښتورګو او مثانې ته هم ډېر زيان لري، هڅه وکړئ چې ډېره کمه مالګه وکاروئ، ستاسې د بدن ۸۵ سلنه مالګه د هغه خوړو څخه پوره کېږي چې تاسې یې خورئ، باقي دېګ ته ډېره کمه اندازه وراچوی.
په غوړو کې د سرو شویو خوړو څخه ځان وساتئ، د مثال په ډول د چپسو څخه په جدي ډول ځان وساتئ، دا غوړي ستاسې په بدن کې ناوړه کولېسټرول زياتوي د رګونو د بنديدو سبب مو کېږي د زړه رګونه مو بندوي او د وينې فشار مو لوړوي.
د اوړو څخه په غوړو کې د پخو شوی ډول ډول شيانو څخه هم ځان لرې وساتئ، ځکه دا ډول مواد نه يوازې چې ستاسې وزن زياتوي بلکې دا مو هم د وینې ناوړه کولېسټرول زياتوي او د وینې د رګونو د تنګوالي سبب مو کېږي.
د غیرې طبيعي کوچو د خوړلو څخه ډډه وکړئ، دا ډول کوچ ستاسې د وينې کولېسټرول لوړوی، د ارتريل رګ چې د زړه څخه مو بدن ته پاکه وينه استوي، دا ډول کوچ د خپلو ناوړه غوړيو په درلودو سره ددې رګونو دېوالونه ډبل کوي او بلاخره یې بېخي بندوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.