پوهېږئ يوه نجلۍ په کال کې څو ځله ژاړي؟

خبريال وېبپاڼه/ د نجونو ژړا که څه هم تر نارينه و زياته ده خو په دې ليکنه کې موږ يوازې د نجونو د ژړا نه بلکې نور په زړه پورې جالب مالومات هم درسره شريک کوو.

که څه هم اوس نارينه هم هغه پخواني نارينه نه دي پاتې ځکه اوس نارينه هم نازولي شوي دي او ژر ژاړی خو تراوسه د ښځو ځای ته نه دي رسېدلي، څېړنې ښيي چې یوه نجلۍ په اوسط ډول په يوه کال کې د ۳۰ او ۴۰ ځلو ترمنځ ژاړي حال دا چې نارينه بيا په دې موده کې صرف د ۴ او ۵ ځلو ترمنځ ژاړي.

زيات وزن او چاغي اوس په يوه ناروغۍ اوښتې ده، که څه هم له دې ستونزې د خلاصون لپاره هر څوک بېلابېلې لارې لټوي خو د اماراتو حکومت بيا د خپلو خلکو لپاره داسې لاره سنجولې ده چې هر چاغ کس چې يوه کيلو وزن ورکړي نو یو ګرام طلا به ورکوي.

په نړۍ يوازنی هېواد چې غوماشې پکې شتون نلري آيسلنډ دی، ددې هېواد د اقليم له وجې په دې هېواد کې هېڅ ډول غوماشې نه ليدل کېژي.

که غواړی مېتابوليزم مو تېز کړئ نو وروسته له دې چې په ګرمو اوبو مو حمام وکړ خپل پښې یخو اوبو ته ونيسئ، څېړنو ثابته کړې ده چې دا چاره د انسان د بدن مېتابوليزم تېزوي.

د خپلو مغزو په ارزښت به پول پوهېږي خو ايا په دې هم پوهېږی چې ککرۍ مو په ټوله کې دڅو هډوکو څخه جوړه شوې ده؟ که نه پوهېږی نو اوس به پوه شی, د انسان ککرۍ له ۲۹ بېلابېلو هډوکو څخه جوړه شوې ده.

د مغزو د سيګنالونو په هکله مو تراوسه فکر کړی دی، د انسان د مغزو د عصبي ريښو سرعت حيرانونکی دی، ساینس وايي چې د بدن د نورو برخو څخه د عصبي ريښو له لارې مغز ته لېږل کېدونکي سیګنالونه په ساعت کې ۲۷۴ کيلومتره سرعت لري.

د انسان زړه پخپل ټول عمر کې ۱۸۲ ليتره وينه پمپ کوي، د انسان زړه د بدن ترټولو حيرانونکی غړی دی چې ټول بدن یې په پښو درولی دی.

په نړۍ کې هغه هېواد چېرته چې د نجونو شمېر تر نارينه و ډېر دی روسیه دی، په دې هېواد کې د نجونو شمېر تر نارينه و ۹ ميليونه زيات دی.

په نړۍ کې ترټولو زياتې ښکلې نجونې په اوکراین کې ژوند کوي، خو پوهېږئ اوکرایني نجونې له دې حال څخه خوشحاله نه دي ځکه فکر کوي د ډېرو ښکلو نجونو د شتون له کبله یې ښکلا نورمال شوې دهډ

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More