The news is by your side.

د نړۍ ۳ قدرتمند هيوادونه!

خبريال وېب پاڼه: پوځ چې د يو هيواد لپاره د ملا د تېر حيثيت لري ځکه د نړۍ ټول هيوادونه د خپلي دفاع لپاره منظم ځواکونه او پوځونه لري پوځ د يو هيواد د خاوري، ناموس​، د بهرنيو اشغالګرو، تروريستانو په وړاندي د دفاع دنده په غاړه لري.

ددې ترڅنګ هيوادونه ځانګړي ځواکونه او مختلف دفاعي سيسټمونه هم لري چې هر وخت د لويو ګواښونو په وړاندي د مبارزي لپاره ټاکل شوي دي.

د نظامې څيړنيز نړوالې کميټې د راپور په اساس د نړۍ هغه درې قدرتمند هيوادونه چې د قوې دفاعي سيسټمونه،منظم ځواکونه، نظامې او جنګي الوتکي، کيښتۍ او ټانګونه او پوځ لري دلته يې په اړه ولولئ!

۱: د امريکا متحده يالات، د نړۍ لومړی درجه قوې دفاعي سيسټمونه، تجهيزات او ځواکونه د امريکا متحده ايالات لري د امريکا متحده ايالات دوه ميليون او ۱۴۱ زره او ۹۰۰ نظامي ځواکونه، ديارلس زره او ۳۹۸ نظامي الوتکي، دوه زره او ۳۶۲ جنګي الوتکي، شپږ زره او ۲۸۷ ټانګونه، ۴۱۵ جنګي کيښتۍ او ۲۵ اټم بم غورځونکي الوتکي لري او د امريکا د دفاع وزارت کلنۍ بوديجه ۷۱۶بيلیون ډالر ده

۲: روسيه، د نړۍ دوهم قدرتمند هيواد دی روسيه ۳ ميليون ۵۸۶ زره او ۱۲۸ ځواکونه، ۴ زره او ۷۸ نظامي الوتکي، ۸۶۹ جنګي الوتکي، ۲۱ زره او ۹۳۲ ټانګونه، ۳۵۲ جنګي کيښتۍ روسيه ۱ اټم بم غورځوونکي الوتکه لري او هغه هم غيرفعاله ده د روسيې دفاع وزارت بوديجه ۴۴ بيليون ډالر ده روسيه د سوړ جنګ په وخت کې د شوروي اتحاد په نوم ياديده او ډير هيوادونه يې د لاس لاندې وه روسيې خپله ماته په افغانستان کې ومنله او روسيه د امريکا لوې سيال بلل کيږي.

۳: چين، دوه ميليون او ۶۹۳ ځواکونه​، ۳ زره او ۱۸۷ نظامي الوتکي، ۱زر او ۲۲۲ جنګي الوتکي، ۱۳ زره او ۵۰ جنکي ټانګونه، ۷۱۴ جنګي کيښتۍ او يو اټم بم غورځوونکي الوتکه لري د چين د دفاع بوديجه ۲۲۴ ميليارد ډالر ده.

همدارنګه چين لوي اقتصاد لرونکی هيواد دی او د امريکا د متحده ايالاتو وروسته د نړۍ دوهم لوې اقتصاد لرونکی هيواد بلل کيږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.