The news is by your side.

لوړ رتبه دولتي چارواکی اسماعيل هاشمي د رشوت اخيستو پر مهال نيول شوی

خبريال وېبپاڼه/ د فواید عامې وزارت د لابراتوارونو ريس سيد اسماعيل هاشمي د رشوت اخيستو په مهال ګير شوی دی.

هغه ویډیو چې خبريال وېبپاڼې ترلاسه کړی ده پکې ښکاري چې سيد اسماعيل هاشمي د يوې پروژی اسفالتو د ارزونې د مثبت ښودلو او هيئت نه لېږلو په سر لس زره ډالر رشوت غواړي.

د فوايد عامې وزارت هم له قضيې خبر شوی دی او نوموړی يې څارنوالۍ ته ورپېژندلی دی، که څه هم د فوايد عامې وزارت دده په هکله خپل مسولیت ادا کړی دی او هاشمي يې څارنوالۍ ته معرفي کړی دی خو هاشمي اوس هم ازاد ګرځي او د څارنوالۍ څخه خوشي شوی دی.

د هما احمدي په مرسته خلاص شوی

سيد اسماعيل هاشمي د ولسي جرګې د وکيلې هما احمدي ورور دی، ویل کېږی چې نومرې هاشمي د څارنوالۍ څخه خلاص کړی دی، په دې هکله دقیق مالومات نشته دي چې هما احمدي څه ډول د څارنوالۍ څخه خپل ورور خلاص کړی دی، دا چې دې پيسې ورکړې دي يا يې د خپل مقام څخه استفاده کړې دا تراوسه نه‌دي په ډاګه شوي.

په واسطه راغلی و

خبريال وېبپاڼې ته معتبرو سرچينو وويل چې د ولسي جرګې د‌ وکيلې هما احمدي ورور سيد اسماعيل هاشمي د لابراتوار د چارو په هکله هېڅ ډول زده کړې نلري خو د خپلې نور په واسطه د فوايد عامې وزارت د لابراتوارونو ريس ټاکل شوی دی او اوس یې دلته پراخ فساد ته لاس اچولی دی.

هاشمي چې د خپلې خور په واسطه د لابراتوارونو ريس وټاکل شو اوس په دې وزرات کې د خپل ځان څخه د هغه کسانو پروژې مثبتې ارزيابي کوي چې ده ته یې رشوت او پيسې ورکړې وي.

د ملک بنسټ ورانوي

په کومه پېښه چې نن سيد اسماعيل هاشمي نيول شوی دی کوم رشوت چې ده اخيست بيا ونيول شو او پسې خلاص شو نو دا هغه کارونه دي چې ددې هېواد بنسټ ړنګوي.

افغانان تل له بې کیفیته سړکونو له بې کیفیته پلونو سر ټکوي، خو اوس افغانانو په ښکاره ولیدل چې له همدې پارلمان څخه ددا ډول سړکونو او پلونو جواز بهر کېږي.

که نن د ولسي جرګې يوې وکیلې خپل یو غیرې مسلکي کس په واسطه نه ټاکلی، که نن ددې هېواد څارنوالي خپلواکه وی او د وکيلې په سفارش يې يو لاس په لاس نيول شوی مفسد نه خوشي کولی نو نه به په افغانستان کې نوی جوړ شوی پول څو ورځې وروسته نه ړنګېده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.