The news is by your side.

ټوخی څنګه منځ ته راځي او څنګه بايد خپل ځان ترې وساتو!

خبريال وېب پاڼه: ټوخی تنفسی ناروغيو يو ډول دی ټوخی چې زياتره د ژمې په موسم کې د سړې هوا له امله زيات رامنځته کيږي زياتره وخت ټوخې سره د ستونې درد زکام او تبه هم يوځای د انسان بدن تر اغيزو لاندې راولي چې انسان د ناراحتۍ احساس کوي.

سړه هوا، ډير لامبل، د ډيرو يخو توکو خوراک، د سر ډير غوړول هغه لاملونه دي چې د ټوخی د رامنځته کيدو سبب کيږي.

طبي پوهان ټوخی د تنفسي سيسټم يو عکس العمل بولي چې د تنفسي لارو د پاکولو لپاره ترسره کيږي يا ټوخی يو قوي انفجار دی چې د glottis غدې د بنديدو په مقابل کې منځ ته راځي او يو ځانګړی اواز لري او د تنفسي سيسټم د هوايي لارو څخه افرازات او ضرري اجسام بهر ته کاږي.

د هر ټوخي سره دوه يا درې ليټره هوا سږو ته داخليږي بيا glottis غده تړل کيږي ترڅو هغه ضرري اجسام چې تنفسی سيسټم يې خراب کړی راټوول او بيرته همدا غده په ډير زور سره خلاصيږي چې ورسره د تنفسي سيسټم ټولی لارې پاکيږي او په يو ثانيه کې بيرته ۳ يا ۴ ليټره هوا خارجوي تنفسي لارې پاکيږي او يو ځانکړی اواز منځ ته راځي چې همدې اواز ته ټوخی وايې.

د ټوخي د رامنځته کيدو ځيني نور لاملونه، هغه مواد چې د تنفسي سيسټم مخاطي غشا بندوي لکه التهابې، ميخانيکې​، کيمياوې، او حرارتې مواد، ټوخی کېدای شي چې د تنفسي سيسټم ناروغۍ پوري اړه ولري او يا هم د تنفسي ناروغيو څخه بهر ناروغيو پوري اړه ولري.

ټوخي څخه د مخنيوي لپاره بايد د يخي هوا، يخو خوړو، غوړو او پروټين لرونکو خوړو، د سر غوړولو، کيمياوې او حرارتې موادو څخه ډډه وشي.

د ټوخی غوارض د لويانو په نسبت په کوچنيانو کې ډير ليدل کيږي ځکه کوچنيان هر وخت سينه بغل وي او ټوخيږي چې د يخي هوا پر وړاندې او د غوړو پر وړاندي ډير حساس دي نو د ماشومانو ميندي او پلرونه بايد خپلو ماشومانو ته د سر غوړولو څخه جدې ډډه وکړي او هم بايد د يخي هوا په مقابل کې يې وساتي ترڅو خوندي او د ناروغ کيدو مخنيوی يې وشي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.