د ستونزو په وړاندې ستاسې عکس العمل خورا مهم دی
خبریال وېب پاڼه/ مریا یوه ځوانه انجلۍ وه، هغه له هر څه نا خوښه وه، او د ژوند په اړه یې منفي نظر درلود.
یو ځل، کله چې هغې وانگېرله چې ژوند ورته نور د زغم وړ نه دی، له خپل پلار څخه یې وپوښتل چې څه باید وکړي. مریا خپل پلار ته وویل: کله چې زه یوه ستونزه حل کوم، نو بلې سره مخ کېږم.
د مریا پلار هغې ته تسلیت ورکړ او هغه یې پخلنځې ته بوتله.
هغه له مریا څخه وغوښتل چې یو کچالو، یوه هگۍ او دوه پاڼې چای را واخلي. مریا په حیرانتیا سره، له خپل پلار څخه وپوښتل:
“آیا تاسې غواړئ چې زه پخلی وکړم؟”
د هغې پلار وویل: نه
بیا یې درې لوښې را واخیستل او په هر یو کې یې اوبه واچولې او لوښې یې په اور کېښودل کله چې اوبه په جوش راغلې په یو لوښې کې کچالو بل کې هگۍ او په بل کې یې چای واچوه.
ماریا وپوښتل: “ولې تاسې دا هر څه کوئ؟”
پلار یې وویل: “یوازې ۱۵ دقیقې په تمه شه”
بې صبره انجلۍ ۱۵ دقیقې نه شوه په تمه کېدلی.
پلار کچالو د لوښې څخه را وویست او په کاب کې یې کېښود. او همدا ډول هگۍ هم او بیا یې چای چاڼ کړ او پیاله کې یې واچوه.
اوس هغه دوه کابونه یو د کچالو بل د هگۍ او یوه پیاله چای د ماریا مخ ته کېښودل.
“هغه له ماریا څخه وپوښتل: ته څه وینې؟”
“ماریا وویل: کچالو هگۍ او یو پیاله چای”
” پلار یې وویل: نه ته غلطه پوهه شوي ” دې ته په زېر سره ووېنه او ماته ځواب را کړه
ماریا وویل: ” ما وپوهوئ تاسې غواړئ څه ووایئ؟”
د هغې پلار وویل: کچالو د جوش کولو د مخه ډېر کلک او قوي وو خو اوس دا نرم شوی هگۍ ډېره نازکه وه خو د جوش کولو وروسته سخته شوه، او چای وڅکه ډېر خوندور دی
.
ماریا وویل: “پلاره دا هر څه څه معنا لري زه ونه پوهېدم!”
“هر شي اوبو ته مختلف ځواب ورکه. ټول شیان ورته شرایطو لاندې نیول شوي و، ورته ستونزو سره مخ و، خو په مختلف ډول یې عکس العمل وښود سخت کچالو، کله چې په جوش اوبو کې واچول شو، ډېر کمزوری شو. نرمه هگۍ ډېره سخته شوه او د چای پاڼې ځانگړي وي. هغې ټولې اوبه بدلې کړی، هغې ته یې ځانگړی خوند او بوی ورکړ.
ماریا وپوهېدله چې موږ کولی شو یو څه نوي رامینځته کړو په ځانگړې توگه هغه وخت کله چې موږ د یوې ستونزې سره مخ کېږو.
نو تاسې څه یئ؟ کچالو، هگۍ او که چای؟
ژباړه: ډیوه مومند
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.