پخپل ځان باور لرونکي کسان دا ۶ کارونه نکوي

خبريال وېبپاڼه/ په ځان باور درلودل هغه څه دي چې ډېر کسان يې غواړي خو لږ یې ترلاسه کوي، پخپل ځان باور د بريالي او یو خپلواک ژوند لپاره ترټولو لومړی او اړين شی دی.

•- هغه کسان چې پخپل ځان باور لري هېڅ وخت بهانه نکوي، که یو کار کوي او کولای یې شي نو بيا سرته رسوي خو که کوم کار نشي کولی نو بيا واضح وايي چې دا کار زه نشم کولی، مطلب بهانه نه کوي او سپینه خبره کوي.

•- دا ډول کسان خپل ځان ته دروغ نه وايی، دوی خپل ځانته بازي نه ورکوي او هېڅکله د خپل مسولیت څخه تېښته نکوي، کوم کار چې ورسپارل شوی وي هغه په ترټولو ښه ډول ترسره کوي.

•- په ځان باور لرونکي کسان د ارامۍ او استراحت شوقیان نه دي، ځینې کسان داسې چې د خپل ځای څخه پاڅېدل هم ورته ګران ښکاري خو هیلې یې بيا دا دي چې په نړۍ حاکمیت کول غواړی ټول ناوړه خلک اصلاح کول غواړي خو په ځان باور درلودونکي انسانان بيا په یوه ځای نه کېني د خپل راحت معتاد نه وی بلکې پاڅېږي او حرکت کوي.

•- د ځينو کسانو ترټولو لویه غلطي داده چې تل خپل ځان د نورو سره پرتله کوي، خو په ځان باور درلودونکي انسانان بيا دا خوی نلري، دوی ځان د نورو سره نه پرتله کوي، دا ډول کسان خپل لارې خپل مزل او خپل کار ته متوجه وي د نورو سره د مقايسې چندان شوقیان نه دی او نه هم وخت ورته لري.

•- په ځان باور درلودونکي کسان ځینې حقايق مني، دوی په دې پوهېږي چې هر څوک د ځان څخه نشي خوشحاله کولی، د هر چا خوشحاله کولو هڅه نکوي، دی خپل حقې لارې او خپل حق کار ته ګوري دا چې نور څه فکر کوئ څه وايي خوشحاله دي او که خفه دی ورباندې غرض نلري.

•- د نورو په هکله قضاوت نکوي، دا چې نور څه کوي، ښه کوي بد کوي او ولې يې کوي، دی د نورو د کارونو په هکله قضاوت نکوي، ځکه هېڅوک د چا ژوند د چا د ذهن د چا د زړه څخه نه دي خبر، هېڅوک د خپلې ذهني تيارې، حرص، حواسو څخه دومره نه دی خپلواک چې د نورو په هکله پرېکړه وکړي.

•-کوچني موانع دوی نشي په شا کولی، هغه کسان چې پخپل ځان باور لري په یوه کار کې د کوچنۍ ماتې سره سمدستي نه په شاه کېږي بلکې مبارزه او مجادله کوي ترڅو بريا ته ورسېږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More