The news is by your side.

تر کچالو لویه د مثانې ډبره

خبریال ویبپاڼه/ یوه ځوانه ښځه چې د معدې له درده زیاته کړیدله ډاکټر ته تللی کله چې د هغې معاینات او عکسونه اخیستل کیږي نو په بیړنۍ توګه هغه تر جراحي عملیات لاندې نیول کیږي ترڅو د مثانې کڅوړه کې د لویي ډبرې له شتون څخه خبره سي

د ویټنام ډیری رسنیو د یوې ۳۴ کلنې ښځې یو خبر نشر کړ چې په بیړنۍ توګه يې یوه دولتي روغتون ته مراجعه کړې ول او د زړه له درده يې شکایت درلود، هغې د څوسي تي اسکن  معایناتو کولو څخه وروسته مالومه سوه چې په نس کې يې یوه لویه ډبره شتون لري له همدې دې ښځې ته بیړني جراهي عملیات پیل سول چې په نتیجه کې يې ډاکټران په دې بریالي سول چې د دې ښځې له نس څخه لویه ډبره چې طول ۱۰ ثانتي متره او  وزن يې ۴۰۰ ګرامه ته رسیده را وباسي

د راپورونو پراساس تر اوسه پوري دا یوه لویه ډبره ده چې  د یوه انسان له مثانې څخه ایستل کیږي دې ته ورته پیښې نوري هم رامنځ ته سوې چې  په ۲۰۱۴ کال کې هم د یوه عملیات په ترڅ کې ۱۰۰ ګرامه ډبره موندل سوې، خو د دې ډبرې په موندلو سره دا د طبابت برخه کې  یوه نوې خبره ده.

د یوه بل خبر له مخې په چین کې هم ډاکټرانو د یوې ۵۴ کلنې میرمنې  له مثانې څخه ۱۰۴۸ ګرامه ډبره ایستل وه چې دا په نړۍ کې د مسانې تر ټولو غټه تیږه شمارل سوې ده

خو د دې ویټنامي میرمنې د مثانې ډبرې خبر هم خورا ډیر خپور سو، ولې ډیر جزیات نسته خو دا په خپله یو جالبترین خبر کیدلای سي، د ویټنامي رسنیو د خبرونو سرټکو کې د دې ښځې او د موندل سوې تیږې انځورونه لاس پر لاس کیږي او خلکو ته خورا جالب او په زړه پوري خبر دی.

دې ښځې ویلي چې د دې ډبرې درد تر زوروې شکنجې کم نه وو، ولې دا وتوانیدله چې د هغې په وړانې مبارزه وکړي تراوسه پوري د یوه انسان په بدن کې د دومره لويي ډبرې جوړیدلو په هکله هیڅ مالومات نسته او ډاکټرانو په دې هکله تراوسه مالوم څه نه دي ویلي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.