The news is by your side.

عمر: د 5 زره طالب بندیانو خوشې کول ترخه تجربه وه

خبریال وېب پاڼه/ په عامه او سټراټیژیکو چارو کې رییس او د ولسمشرۍ ماڼۍ ستر سلاکار وحید عمر وایي د 5 زره طالب بندیانو خوشې کول د حکومت لپاره ترخه تجربه وه.

عمر نن رسنیو ته په خبرو کې وویل چې افغان حکومت به د طالبانو نور بندیان ور خوشې نه کړي ځکه له تېرو هغو ترخه تجربه لري.

وحید عمر د طالب بندیانو د خوشې کول ترخه تجربه ځکه بولي چې پر وینا یې حکومت د سولې او ثبات لپاره د ښه نیت د ښودو په موخه دومره طالب بندیان ازاد کړل خو دا چې جګړه کمه نه شوه بلکې لا ډېره او اوږده شوه.

ښاغلی عمر زیاتوي چې طالبان به د نورو بندیانو د خلاصولو لپاره هېڅ دلیل ونه لري ځکه په تېرو ژمنو ثابت نه دي پاتې شوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه او سټراټیژیکو چارو رییس او ستر سلاکار وحید عمر داڅرګندونې داسې مهال کوي چې ګنګوګسي دي چې طالبانو یو ځل بیا له امریکا د نورو بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې او دواړه لوري د نړیوالې ټولنې له خوښې پرته سره هوکړې ته رسېدلي دي.

افغان حکومت د تېرو 5 زره طالبانو خوشې کول ځکه ترخه تجربه بولي چې خوشې شوي طالبان بېرته جګړې ته ستانه شوي او پر جګړې یې دا اغېز کړی چې زیاته او اوږده شوې.

د افغانستان د دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست په تېر کې هم ویلي چې داسې اسناد لري چې خوشې شوي طالب بندیان بېرته جګړې ته ستانه شوي، یو شمېر یې وژل شوي او یو شمېر یې بیا نیول شوي.

په غزني کې د الجزیرې تلوېزیون خبریال او د دې ولایت د خبریالانو د ټولنې مشر ښاغلی روح الله نېکزاد هم د خوشې شویو طالبانو په لاس شهید شوی، چې ویل کیږي خوشې شوي طالبان هدفي وژنو کې هم لاس لري.

خو طالب مشران جګړې ته د خوشې شویو طالبانو بیا ګرځېدل ردوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance