The news is by your side.

 د نړۍ د بدرنګه سړي پر لومړي مقام جنجال

خبریال ویبپاڼه/ تاسو به د ښکلا، سیالۍ په نړیواله کچه لیدلې وي چې خورا ښکلې نجونې او ښکلي ځوانان پکښي بریالي کیږي خو په دې راپور کې د نړۍ تر ټولو د بدرنګه سړي په سیالیو کې د مقام پر سر جنجال هم سوی مالومات درکوو.

په زمبابوې د تر ټولو بدرنګه سړي سالیو کې ۴۲ کلن میلتون لومړی مقام تر لاسه کړ، چې د حاضرینو له اعتراضونو سره مخ سول او ويې ویل چې میلتون د دې سیالیو قهرمان نسي کیدلای.

د زمبابوې هېواد کې د څلورم پړاو بدرنګو خلکو وسیالیو کې حاضرین په ډیرو بدو شکلونو ظاهره سول او هره یوه کوښښ کاوه چې څومره بدرنګه ښکاره سي.

په دې سیالیو کې داورانو ۴۲ کن میلتون تر ټولو بدرنګه سړی ونوماوه چې د ګډون کوونکو له سخت اعتراض سره مخ سول، داورانو میلتون په دې خاطر چې د مخ لوری غاښونه يې نه ول او مخ يې هم خورا بدرنګه وو، تر خپل سیال سیام ولیم بدرنګه او د لومړي مقام ګټوونکی اعلان کړ، چې وروسته ګډون والو اعتراضونه وکړل د میلتون سیال سیام ولیم د ۲۰۱۲ کال قهرماني هم له ځان سره لري کله چې وروستۍ پایلې  اعلان سوې نو ملاتړو يې اعتراضونه وکړل، دوی ادعا وکړه چې میلتون ډیر بدصورت نه و او په حقیقت کې طبیعي بدبختي نه لري ،ځکه نويې دا  مقام یوازې د غاښونو د لاسه ورکولو له امله ترلاسه کړی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.