The news is by your side.

ټرمپ: د ولسمشرۍ موده کې په خپلو کړو کارونو ویاړم!

خبریال وېب پاڼه/ د امریکا متحده ایالاتو پخوانیي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سپینې ماڼۍ د مخه ښې پر مهال رسنیو ته خبرو کې وویل چې د خپلې ولسمشرۍ موده کې په کړو کارونو مې ویاړم او د څه لپاره چې راغلی وم ما او ټیم ترسره کړل.

ټرمپ د امریکا نوي ولسمشر او خپل ځایناستي جو بایډن ته د بریا هیله وکړه.

نن د امریکا نوی منتخب ولسمشر جو بایډن هم ن لوړې مراسم ترسره کوي او په دې توګه به د نوي ولسمشر په توګه خپل کار رسماً پیل کړي.

د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلویانو په ټوله امریکا کې د سختو لاریونونو خبرداری ورکړی خو امریکا کې د جو بایډن د لوړې مراسمو لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي.

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې تېر 2020 ز کال کې ترسره شوې چې ډونالډ ټرمپ خپل سر سخت سیال جوبایډن له لوري مات شو او د امریکا ولسمشرۍ څوکۍ یې ترې وګټله.

ټرمپ په لومړیو کې د ټاکنو له پایلو سره کلک مخالفت وښود او د درغلیو خبره یې کوله او نه یې غوښتل چې خپله ماته ومني.

د امریکان نوی منتخب ولسمشر جوبایډن او پخوانی یې ډونالډ ټرمپ دواړه د یو بل سخت سیالان وو او په ټاکنیزو کمپاینونو او ویناوو کې به یې پر یو بل نیوکې کولې او پر یو بل ملنډې هم وهلې.

د امریکا له ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې که څه هم ډونالډ ټرمپ پر خپله بریا ډېر باوري او یقیني وو خو په خپل یو ټاکنیز کمپاین کې د وینا پر مهال ویلي وو کې بایډن ترې څوکۍ وګټله په امریکا کې به د پاتې کېدلو مخ هم ونه لري او ممکن پرېښودو ته یې اړ شي خو د بایډن له بریا وروسته معلومه نه ده چې ټرمپ به په رښتیا هم امریکا پرېږدي یا نه؟

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.