لوستي مجاهد ياسر(زمرک) له نورو طالبانو سره څه توپير درلود؟

خبريال وېبپاڼه/ استاد ياسر چې اصلي نوم يې زمرک و د وردګو ولايت اوسېدونکی و، ياسر په افغانستان کې يوه متفاوته څېره ده، د هغه ژوند هم لکه د هغه څېره متفاوت و، ياسر يو پوه او نېغ پښتون و.

ياسر لکه څنګه چې په دې وروستيو کې یې د ژوند اخري سلګۍ د دولت د مخالفانو په صف کې تېرې کړې په لومړیو کې په دې ډول مخالف صف کې نه و.

د ياسر مشر ورور هغه وخت شاوخوا ۷۰ کاله وړاندې په پوځ کې افسر و، کله چې د ياسر پلار وفات سو نو دی بيا راغی کابل ته او دلته د خپل مشر ورور چې د يادونې مطابق افسر و، مېشت شو.

لوستی مجاهد

که څه هم استاد ياسر پخپل ژوند کې په داسې صف کې ځای ونیوه چې هغه د خپلې موخې لپاره په بېلابېلو نومونو په زرګونه افغانان په شهادت ورسول خو استاد ياسر پخپل ژوند کې هېڅکله د ملي شتمنيو د ورانۍ اجازه نه وه ورکړې.

ياسر په دې پوهېده چې ملي شتمني د ملت ده او څوک یې په وړاندې خيانت وکړي او تخريب يې کړي نو ملت به يې هېڅکله ونه بخښي

ډېر ښه استعداد یې درلود

ياسر په هني ډول ډېر ژر فعال و او سخت هوښيار انسان و، هغه ډېر زيات ځيرک و او له همدې کبله يې په ښوونځي کې څو ځل د سویې امتحان هم ورکړ، نوموړي خپلې زده کړې په کابل کې د حبیبیې په عالي لېسه کې وکړې او ددې لېسې څخه اول نمره فارغ شو.

د وخت حکومت ياسر د انګليسي ژبې سره د زده کړې او د عصري نړۍ سره د بلدتيا لپاره امریکا ته واستاوه، حکومت به په ټوله کې اول نمره ګان د لنډ وخت لپاره امریکا ته استول.

استاد ياسر هم د يوه کال لپاره ياد هېواد ته واستول شو، ده هلته هغه څه وليدل چې دده د ژوند موخه يې بدله کړه، ياسر په امريکا کې د ځان سره ځينې نور ځوانان هم وليدل چې د اسلامي هېوادونو څخه ورغلي و.

ياسر چې ځيرک ځوان و په دې باندې پوه شو چې امريکا ته را لېږل شوي ځوانان دلته د يوې ځانګړې موخې لپاره رالېږل شوي دي او ددې موخه داده چې دا ځوانان دلته داسې وروزل شي چې سبا خپل هېواد هم د امريکا په لاره روان کړي.

تر راستنېدو وروسته

استاد ياسر په امريکا کې ددې حال له ليدو وروسته د ځان سره په دې قناعت رسېدلی و چې بايد ولاړ شي خپل هېواد ته او د دین لپاره خپل ټول ژوند وقف کړي.

همدا وه چې دی کابل ته د راتګ سره سم د شرعیاتو پوهنځۍ ته ولاړ او زړه یې و چې شرعيات ولولي، په هغه وخت کې ياسر ته اجازه ورنکړل شوه چې د شرعياتو پوهنځۍ ولولئ بلاخره ده پرېکړه وکړه چې حقوق ولولئ او همداسې وشول.

ياسر د حقوق فاکولته پيل کړه خو ډېر وخت نه و تېر چې په هېواد کې حالات بدل شول او د کمونيزم تله درنه شوه، ياسر چې وار د مخه یې فکر بنسټ پالنې ته ميل کړی و له دې حالت سره بېخی هېواد پرېښود او ولاړ سعودي عربستان ته او هلته یې خپل پخوانی ارمان د شرعياتو پوهنځۍ لوستل پيل کړل.

کله چې ده په سعودی عرب کې خپل درسونه پای ته ورسول نو ورسره په افغانستان کې د ثور کودتا وشوه او حالات بېخي بلې خوا ته ولاړل، له دې سره نو ياسر هم د ځان ډېر ايسار نکړ او پرېکړه یې وکړه چې افغانستان ته راستون شي.

وروسته له دې چې دی بېرته هېواد ته راستون شو نو د وخت د حکومت په وړاندې د مبارزې فعال غړی شو او ورپسې یې ژوند همداسې د يوې مبارزې څخه بلې ته اوښت او بلاخره یې په همدې جريان کې په پاکستان کې ژوند ته د پای ټکی کېښودل شو.

ياسر چې د طالبانو په وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير و او وروسته بيا د ښار جوړونې وزير شو د جګړې په وخت کې بيا ده د طالبانو د فرهنګي کمیسیون او ان ويل کېږي په دې وروستيو کې ده د سياسي کمیسون مشري هم په غاړه درلوده.

ياسر چې يوه موده د کابل په پلچرخي زندان کې بند وي و وروسته د يوه ايټالوي خبريال سره تبادله شو، طالبانو ايټالوی خبريال خوشي کړ خو د هغوي افغان ترجمان اجمل افغان یې په شهادت ورساوه.

ويل کېږي چې ياسر د ۱۳۹۱ کال د ثور د مياشتې په ۱۲ په پاکستان کې ددې هېواد د استخباراتو له لوري ووژل شو.

ليکوال: تاج محمد ارين

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More