The news is by your side.

محب صيب! ايا سوله په زور راتلای شي؟

خبريال وېبپاڼه/ د افغانستان په دې اوږده جګړه کې اوس ددې هېواد ډېری خلک دې قناعت ته رسېدلي دي چې په زور او د جګړې په دوام سره سوله نشي راتللی، خو د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب اټکل او قناعت بيا دا نه دی، ښاغلی محب د افغانستان د خلکو خلاف دا قناعت لري چې دی او اوسنی اقتدار کولي شي د جګړې او زور له لارې هم په افغانستان کې سوله قايمه کړي.

محب پوهېږي نه که بله موخه لري؟

که داسې ووايو چې په افغانستان کې شل کاله کېږي بهرني ځواکونه شتون لري، که څه هم اوس د بهرنیو ځواکونو شمېر کم دی خو په دې شلو کلونو کې داسې وخت هم راغی چې په دې هېواد کې تر یو لکو زياتو بهرنیو ځواکونو شتون درلود.

دې بهرنیو ځواکونو په هر ډول عملياتو کې ونډه اخيسته، د افغان پوځ پراخ ملاتړ یې کاوه، امريکا او متحدينو یې افغانستان ته پراخې مالي مرستې رالېږلې، خو ددې هرڅه سره سره بيا په جګړه باندې په افغانستان کې سوله رانغله.

نو ايا محب صيب به په دې نه پوهېږي چې په اوسني حالت کې چې د امريکايي ځواکونو شمېر دوه نیم زور ته رسېدلی دی او دا موجود دوه نیم زره به هم څو اونۍ وروسته خپله کډه بار کړي نو ايا په دې حالت کې به د جګړې په واسطه سوله راوستل ممکن وي؟

ايا محب صيب نه پوهیږي چې اوس د پخوا څخه د بهرنیو ځواکونو مالي او معنوي مرستې کمې دي، معنوي پدې مانا چې نور افغان ځواکونو سره دا ډاډ هم نشته چې په بده ورځ کې به يې سمدستي امريکايان ملاتړ ته ور ودانګي.

ايا محب صيب نه ويني چې طالبانو تر پخوا اوس ډېری سیمې لاندې کړې دي، کلي خو يې مکمل په لاس کې دي ان د ښارونو څنډو ته رسېدلي دي.

کابل اوس ترټولو نا امنه پلازمېنه ده، هر ډول جرم او جرايم پکې اوج ته رسېدلی دي، سياسي نظم شتون نلري، په افغانستان کې دننه سياسیونو ټولو د حکومت سره لارې بېلې کړې دي.

طالبان د بل هر وخت په نسبت اوس ډېر زيات مشروعیت لري نړيوال مايکروفون ته لاسرسی لري په داسې حال کې به محب په زور څه ډول سوله راوړي؟

ايا دا په ريښتيا هم د زور د خبرو وخت دی، ايا محب صيب په دې نه پوهېږي که يې موخه بله ده او د جګړې دوام کې دی بل څه لټوي.

تاریخ څه وایی محب څه غواړي؟

یوازې د افغانستان دا شل کلنه تاريخ نه، بلکې که يو څه نور هم شاته ولاړ شو او د افغانستان دا څلویښت کلن تاريخ مطالعه کړو ايا جګړې او زور دې هېواد ته سوله راوستې ده.

کېدی شي محب صيب له دې تاريخ څخه مخ اړوي، له دې جګړې څخه په دواړؤ خواؤ کې ډېر کسان تغذيه کېږي، د محب صيب د ټيم ډېری خلک له دې جګړیز ماحول څخه تغذیه کېږي.

که محب صيب امريکا ته ځي؟

د محب صيب مېرمن د امريکا تابعيت لري، کېدی شي محب صيب یې هم ولري که تابعيت نلري ګرين کارد خو به لري.

د محب صيب غوندې خلک به محفوظ وي، تر دوی به لسګونه باډي ګارډان تاو وی، ددوی ددفاترو او کورونو څخه سيميټي دېوالونه تاؤ وي، دوی به خوندي وي خو افغان ملت نه دی خوندي.

کېدی شي دوی په دې جګړیز حالت کې هم ډېر نه وي ورخطا، کېدی شي اولادونه یې په بهر کې وی، په اکونټونو کې یې په مليونونو ډالر وي خو ددې وطن خلک په دې جګړیز حالت کې هره ورځ خپل ژوند له لاسه ورکوي ددې هېواد خلک په دې حیران دي چې سهار څه وخوري او بیګاه ته يې له کومه کړي.

محب صيب د جګړې خبرې نکوي او که يې کوي نو د جګړې کرښې ته دې اول خپله ولاړ شي، محب صيب او نور د اقتدار په چوکۍ ناست چارواکي کې لومړی خپل اولادونه جګړې ته واستوي، په دې ډول به بيا کار يو طرفه شي، يا به دوی جګړه وګټي او يا به یې وبايلي په اوسني حالت کې نور د افغانانو ژوند سخت دی.

که نه دوی دې ددې جګړې خبرې پرېږدي‌ د سولې خبرو ته دې پام وکړي‌د سولې څخه دې نه ورېږي نور به يې ځانونه ښه تغذيه کړې وی ددې ملت په وينو او سپکوالي کې دې نور خپل عزت او چوکۍ نه ګوري.

ليکوال: تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.