The news is by your side.

د نخودو د اوبو له دې ۷ حيرانوونکو ګټو به نه وی خبر

خبريال وېبپاڼه/ د نخودو د ګټو په هکله ډېری خلک کم مالومات لري، په ټوله کې عام خلک په دې فکر کې دي چې ټوله ګټه په غوښو کې ده او څومره ډېره غوښه چې خوري خو همدومره به روغ وي او همدومره به یې قوت زیات وي.

د خوړو په هکله بايد دقيقه څېړنه وشي، ځکه ځینې خواړه به ښه خوندور وي، انرژي به یې هم زياته وی خو د روغتيا لپاره به زيان لري.

له همدې کبله داسې خواړه ټاکل پکار‌ دي، چې هم ډېر بې ضرره وي او هم یې ګټې ډېرې زياتې وي.

له دې خوړو څخه یو هم نخود دي، د نخودو ګټې واقعاً دومره ډیرې او مهمې دي چې بايد هېڅکله کمې ونه ګڼل شي.

نخود پخپل ځان کې ډېر زيات ويټامينونه او منرالونه لري، ددې ترڅنګ نخود د فايبرو بډایه سرچینه ده چې د قبضيت مخنيوی کوي او د هاضمې سيستم په روغتيا کې مرسته کوي.

د نخودو د اوبو حيرانونکې ګټې

که د معدې د دردونو څخه شکایت لری او يا هم ډېر وخت قبضيت لری نو د نخودو اوبو ستاسې لپاره تر یوې معجزې کمې نه دي، د نخودو اوبه معدې ستونزې حل کوي د قبضيت مخه نيسي او په معده کې ناوړه باکټريا له منځه وړي.

د پوستکي لپاره د نخودو د اوبو ګټې بې سارې دي، که په مخ و بخار وي او یا دې ورته کوچنۍ دانې وی نو کولی شی د نخودو اوبه ورباندې وموښۍ او يا هم کولی شی د نخودو اوبه وڅښئ، د يو صاف پوستکي لپاره هم کولی شی چې د نخودو اوبه وڅښئ او یا هم ورباندې هغه ځای ومينځئ چې ورباندې بخار او يا نور داغونه شتون لري.

که بدن مو زياته وازده لري او وزن مو زيات وي نو په دې برخه کې هم د نخودو له اوبو څخه ګټه اخیستلای شئ، د نخودو د اوبو به څښلو سره ستاسې مېتابوليزم چټک کېږي او همدرانګه وازدې مو په اسانۍ ویلې کېږي او وزن مو ترټولو په روغ ډول کمېږي.

که د متيازو په کولو کې له ځنډ او ستونزې سره مخ ياست نو بيا هم کولی شي چې د نخودو د اوبو څخه ګټه واخلئ، د متيازو د چټک ويستلو په هکله د نخودو تاثير په علمي ډول ثابت شوی دی، تاسې کولی شی د نخودو د اوبو څخه په ګټه اخيستنې د خپلو متيازو د لارو ستونزه تر ډېره ځايه حل کړئ.

د نخودو د اوبو یوه بله ګټه د بدن دداخلي غړو د پاک کولو ده، څنګه چې د بدن د ظاهر پاک والی مهم دی همداسې د داخلي غړو پاک والی هم مهم دی، د نخودو اوبه د بدن د غړو په ځانګړي ډول د سږي په پاک کولو کې ځانګړې ونډه او ګټه لري.

کېدی شي باور مو رانشي خو د نخودو د اوبو تاثير د زخم په چټک جوړېدو هم ثابت شوی دی، د نخودو اوبه په دې کې مرسته کوي چې د ناروغۍ او یا هم د کوم بل پېښې په سبب زيان ليدلې حجرې چټکې روغې کړي، نو کولی شی چې د نخودو اوبه د خپل ناروغو حجرو د زخمونو د ژر رغېدو لپاره هم وکاروئ‌.

څېړنې ښيي چې د نخودو په اوبو کې موجود مواد د ملا د تیر او د ملا د تير د لاندینۍ برخې د دردونو په ارامولو کې هم مرسته کوي، په دې وختونو کې د ملا له درد څخه شکایتونه تر بل هر وخت زيات شوي دی، د نخودو له اوبو څخه اوس په طبعي ډول د خپل درد د دوا کېدو لپاره کار او ګټه اخيستلای شئ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.