The news is by your side.

د طالبانو له لوري اوربند ته مثبتې نښې نښانې

خبريال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې د امريکا او طالبانو ترمنځ اوربند وشو د افغانستان د خلکو تمه وه او ان لويه هيله يې درلوده چې له دې اوربند وروسته به طالبان او افغان حکومت هم اوربند وکړي او بلاخره په هېواد کې به دا روانه جګړه ودرېږي او ټول افغانان به د سولې تر چتر لاندې ژوند پيل کړي.

خو د افغانستان د خلکو د هیلې غوندې څه تراوسه نه دي شوي، د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو څو میاشتې وشوې او اوربند تراوسه هم یو څه لرې او سخته خبره ښکاري.

خو اوس تازه چې په طالبانو باندې د اوربند کولو فشارونه په زیاتېدو دی او د بلې خوا په بين الافغاني خبرو کې د اساسي موضوعاتو لکه د حکومت د جوړښت باندې بحثونه پيل شوی دی د طالبانو له لوري د اوربند په هکله د نرمۍ ځینې نښې نښانې ښکاره شوې دي.

طالبان به مشروط اوربند وکړي؟

د طالبانو ډلې سهار په یوه بیان کې د اوربند په هکله څرګندونې کړې دي، طالبانو دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې په دې وروستيو کې هم د افغانستان د داخل څخه او د هم د افغانستان له بيرون څخه له دې ډلې څخه د اوربند کولو غوښتنه زياته شوې ده.

د بلې خوا د افغانستان خلک او د دنیا نور خواخوږي خلک هم په خپلو دولتونو فشار اچوي او اچولی يې دی چې د طالبانو سره د امریکا له لوري د ځواکونو د بهر کېدو خبره تمامه شوه او امریکايی ځواکونه د وتلو په حال کې دي نو طالبان هم باید نور د اوربند په هکله بهانې جوړې نه کړي.

طالبانو پخپلو تازه څرګندونو کې ويلي دي چې دوی که چېرته په دې باندې ډاډه شي چې ټول امریکايي او نور بهرني ځواکونه افغانستان پرېږدي او له افغانستان څخه وزي نو دوی به هم اوربند وکړي‌.

ددې ټکي ترڅنګ طالبانو په دې برخه کې هم د ډاډ غوښتنه کړې ده چې په افغانستان کې یو نوی اسلامي حکومت رامنځته شي، طالبانو پخپل بيان کې ويلي دي که چېرته دوی ته ډاډ حاصل شي چې په افغانستان کې یو نوی اسلامي حکومت رامنځته کېږي نو دوی تيار دي چې اوربند وکړي.

د طالبانو دا دوه شرطونه څه مانا لري؟

طالبانو په خپل دې تازه بيان کې د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو د ډاډ غوښتنه کړې ده، د طالبانو دا غوښتنه په داسې وخت کې کېږي چې د امريکايي ځواکونو څخه په افغانستان کې دوه نیم زره نور هم کم شول او صرف دوه نیم زره پاتې شول.

کېدی شي طالبان به د اوربند لپاره د امریکا د نوي حکومت څخه د خپلو ځواکونو د وتلو ډاډ غواړي.

د طالبانو دوهمه غوښتنه په افغانستان کې د نوي اسلامي حکومت د جوړښت ډاډ دی، له دې څخه کېدئ شي د طالبانو مطلب دا وي چې که چېرته افغان حکومت له دوی سره د نوي اسلامي حکومت په جوړښت نسبي او یا هم پوره توافق وکړي نو کېدی شي دوی هم بیا پسې اوربند وکړي.

په نوي اسلامي حکومت توافق

همدا اوس په دوحه کې د افغانستان د حکومت ټيم د طالبانو سره په خبرو بوخت دی، د افغان ټیم مشر معصوم ستانکزي د روانو مذاکراتو په هکله تېره ورځ وويل چې په دې اونۍ کې به په جدي مسايلو بحثونه وکړي.

په دې مسايلو کې به ترټولو جدي مسله د نوي حکومت مسله وي، د نوي حکومت په هکله توافق به هغه څه وي چې کېدی شي د اوربند دروازه خلاصه کړي، خو دا هم په هغه صورت کې چې طالبان پخپله خبره ودرېږي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance